کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / سامسنګ غواړي چې نور له موبايلونو سره چارجر او ګوشکۍ ور نه کړي
سامسنګ موبايل

سامسنګ غواړي چې نور له موبايلونو سره چارجر او ګوشکۍ ور نه کړي

د سامسنګ ګليکسي ايس ٢١ لړۍ موبايلونه د دې شرکت لومړني موبايلونه دي چې ګوشکۍ پکې خلکو ته نه ورکوي. خو د لړۍ درېږي نه او ويل کېږي چې په راتلونکې کې به له موبايلونو سره چارجرې هم نه وي.

دا خبره د سامسنګ شرکت په خپله کړې ده، او په دې اړه يې معلومات ورکړي دي، چې ولې نور له موبايلونو څخه ګوشکۍ او چارجرې ليرې کوي.

سامسنګ وايي، که د موبايلونو له ډبيو چارجرې او ګوشکۍ ليرې کړي، نو د موبايلونو لپاره به دا ډبي په ډېر ښه ډول جوړ شي.

له د څخه په واضحه توګه معلومېږي، چې سامسنګ غواړي په راتلونکي کې د خپلو ټولو موبايلونو څخه د ګوشکيو او چارجرو ورکول بند کړي، چې له امله يې ښايي د موبايلونو بيې هم يو څه راکمې شي.

خو ښايي ځينې موبايلونو سره بيا دا دواړه شيان ورکړي.

داسې ويل کېږي، چې ښايي سامسنګ د ارزانه موبايلونو سره چارجر او ګوشکۍ ورکړي، خو له ګرانبيه موبايلونو سره دا دواړه ور نه کړي.

د يادولو وړ ده چې ايفون په لومړي ځل د ايفون ١٢ موبايلونو سره چارجرې نه وې ورکړې او د دې کار پيل يې وکړ، چې بيا شياومي هم د مي ١١ موبايل سره چارجر ورنکړ.

اوس سامسنګ هم په دې برخه کې قدم کېښود.

سامسنګ وايي، چې د دوى موبايل کارونکي چې نوي موبايلونه اخلي، نو پخوانى چارجر او ګوشکۍ ورسره وي، نو له دې امله هم موږ ورو ورو غواړو چې د دې شيانو له ورکړې نور لاس واخلو.

دوى زياتوي، چې د دې کار له امله به يې د اضافي شيانو مخنيوى هم وشي او موږ له ٢٠١٧ کال راهيسې ټول يو ډول چارجرونه کاروو، نو خلک کولاى شي چې پخواني چارجرونه د نويو موبايلونو لپاره هم وکاروي.

Loading...

دا هم ولولئ

فضايي هوټل ١

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل به څه ډول وي؟

په فضا کې جوړېدونکى لومړنى هوټل (سپېس هوټل) به په ٢٠٢٥ کال کې بشپړ شي …