کورپاڼه / خبرونه / افغانستان او ايرلېنډ تراوسه څومره نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کړي؟
ايرلېنډ او افغانستان

افغانستان او ايرلېنډ تراوسه څومره نړيوالې يو ورځنۍ لوبې کړي؟

افغانستان او ايرلېنډ نه يوازې دا چې په يو وخت کې يې بشپړ غړيتوب ترلاسه کړ، بلکې د يو بل حريف لوبډلې هم يادېږي او تر بشپړ غړيتوب وروسته يې هم له يو بل سره ډېرې لوبې ترسره کړي دي.

افغانستان او ايرلېنډ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کوي، دا لوبلړۍ د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي، چې د جنورۍ په ٢١مه نېټه به پيل شي.

که د افغانستان او ايرلېنډ د مخکينيو لوبو يادونه وکړو، نو تراوسه پورې دواړو لوبډلو ٢٧ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي.

په دې کې ١٠ لوبې په ايرلېنډ کې ترسره شوي دي او ١٧ لوبې بيا په نورو هېوادونو کې ترسره شوې دي.

په دې ٢٧ لوبو کې افغانستان په ١٣ لوبو کې بريا خپله کړې ده او همدا راز ايرلېنډ هم په ١٣ لوبو کې بريا خپله کړې ده، ١ لوبه بيا بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.

ايرلېنډ بيا له افغانستان مخکې د متحده عربي اماراتو سره د ٤ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره کړه، چې که څه هم دوه لوبې يې د کورونا له امله ترسره نه شوې، خو دواړو لوبو يوه يوه بريا خپله کړه او لړۍ مساوي شوه. په وروستۍ لوبه کې ايرلېنډ د ١١٢ منډو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

افغانستان د ٢٠٢٠ کال د مارچ مياشتې راوروسته تراوسه پورې کومه نړيواله لوبه نه ده ترسره کړې، چې شاوخوا ١٠ مياشتې مخکې يې هم له ايرلېنډ سره لوبې ترسره کړې وې، خو هغه مهال نړيوالې شل اوريزې لوبې وې.

افغانستان خپله وروستۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه بيا د ٢٠١٩ کال د نومبر مياشتې په ١١مه نېټه د ويسټ انډيز پر وړاندې ترسره کړې ده، چې له ويسټ انډيز يې ماتې خوړلې ده. د ٢٠١٩ کال د نومبر په مياشت کې د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ٤ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ ترسره شوې وه، چې دا لړۍ په ٤-٠ سره ويسټ انډيز ګټلې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

افغان لوبډله

عابد: په نشته امکاناتو مو زمبابوې او ايرلېنډ ماتول، اوس راباندې ريکارډ جوړوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او روزونکي هستي ګل عابد هم د افغانستان …