کورپاڼه / ليکنې / د پوزې شکل یا جوړښت مو په اړه څه وایي؟

د پوزې شکل یا جوړښت مو په اړه څه وایي؟

موږ ټول په دې پوهېږو چې د یو انسان شکل یا جوړښت له نورو انسانان څخه توپیر لري او پوزه بیا په ځانګړي توګه د انسان د مخ په ښکلا کې اړینه ګڼل کېږي. تاسې به هم اکثره وخت هیندارې ته ودرېدلي او د خپل مخ شکل او جوړښت ته به مو پام شوی وي، نو راځئ چې نن ورځ په اړه خبرې وکړو، چې د پوزې شکل او جوړښت د انسان په اړه کومې خبرې له ځان سره لري.

لوړه پوزه:

هغه کسان چې د پوزې شکل یا جوړښت یې یو څه لوړ وي، زړور او د سمو پرېکړو په کولو کې ځانګړي شمېرل کېږي. دغه راز دوی د لوږ فکر او همت خاوندان هم وي.

وړه پوزه:

هغه انسانان چې د وړې پوزې لرونکي وي، دوی بیا پخپل ځان باور نه لري، خو ددې سربېره یې بیاهم له آزادۍ سره مینه وي.

طوطي یا باز ته ورته پوزه:

هغه کسان چې د پوزې شکل یا جوړښت یې طوطي یا باز ته ورته وي، دوی ډېر کاروباري اشخاص ګڼل کېږي او دغه وړتیاوې یې له نورو څخه ډېرې وي. دغه ډول د ډېر همت لرونکي هم شمېرل شوي.

پیته پوزه:

هغه کسان چې د پوزې جوړښت یې پیت وي یاهم پلنه غوندې وي، داسې اشخاص ډېر بې پروا ګڼل شوي، چې بیا په همدې سبب له ډېرو ستونزو حالاتو سره هم مخ کېږي.

غیر عادي یا ټیټه جګه پوزه:

ویل کېږي هغه کسان چې د پوزې جوړښت یې غیر عادي یاهم د پوزې جوړښت یې جګ او ټیټ وي، دوی د سختو نظریاتو لرونکي وي، خو په شخصیت کې یې د ضد عنصر هم موندل کېږي او سخاوت له نګاه نه هم ښه درجه لري.

یاده دې وي چې پورتني نظریات ټول د ارواپوهنې د علم په مرسته لیکل شوي او ارواپوهنه هغه علم دی چې د انسان له سلوک او رفتار څخه بحث کوي، چې زیاتره نظریات یې د تجربې او مشاهدې پر بنا وي.

Loading...

دا هم ولولئ

په ټولنیزو رسنیو استعمالېدونکې ایموجيانې او ماناوې یې

په یوویشتمه پېړۍ کې په ټولنیزو رسنیو استعمالېدونکې ایموجیانې د پیغام رسونې یا د فکرونو …