کورپاڼه / د لوبو راپورونه / هند د اسټراليا څخه لوبلړۍ وګټله
هند لوبډله

هند د اسټراليا څخه لوبلړۍ وګټله

هند د څلورمې ټېسټ لوبې په وروستۍ ورځ د ٣٢٨ منډو هدف پوره کړ او د وروستۍ لوبې تر څنګ يې په لوبلړۍ کې هم بريا خپله کړه.

په دويمه پاڼۍ کې شوبمن ګيل ٩١، ريشب پانټ ٨٩ ناسوځېدلې او چيتيشور پجارا ٥٦ منډې ترلاسه کړې. هند د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٩ منډې وکړې.

د اسټراليا له لوري پاټ کومنز ٤ او ناتن ليون ٢ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو وړ ده چې په لومړۍ پاڼۍ کې اسټراليا ٣٦٩ منډې کړې وې او په دويمه پاڼۍ کې يې ٢٩٤ منډې کړې وې، همدا راز هند په لومړۍ پاڼۍ کې ٣٣٦ منډې کړې وې او په دويمه پاڼۍ کې يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٣٢٩ منډې وکړې.

هند د ٤ ټېسټ لوبو لوبلړۍ کې د ٢-١ سره بريا خپله کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ريشب پانټ ترلاسه کړه او د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جايزه پاټ کومنز ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاپور ځدراڼ

شاپور ځدراڼ او حشمت شهیدې هم نورعلي ځدراڼ ته د صبر جمیل غوښتنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او یوه ورځنیو لوبو لوبډلمشر حشمت شهیدي او …