کورپاڼه / روغتيا / خپل ماشومان څنګه د زکام او نزلې څخه وژغورو؟

خپل ماشومان څنګه د زکام او نزلې څخه وژغورو؟

ماشومانو ته د زکام او نزلې لګېدل یوه عامه ناروغي ګڼل کېږي، چې د ویروس په ډول خپرېږي او د مختلفو ناروغیو سبب کېږي. د سیدتي اخبار د یو راپور له مخې ویل کېږي چې د زکام او نزلې په سبب په ماشومانو کې ساه تنګي، د خوب پر وخت نا آرامي، د شېدو څښلو ستونزې او نورې ستونزې پیدا کوي، چې بیا د عمر په ډېرېدو سره یې د ډوډۍ د تېرولو ستونزې هم رامنځته کېږي.

دا چې د نزلې پرمهال ماشومان د خولې په وسیله ساه اخلي، چې بیا ډېرې روغتیایي ستونزې رامنځته کوي، نو په همدې اړه ډاکتر ایمن ابو ربیع یې درملنه ښایي، چې دلته به یې بیان کړو:

ولې کوچني ماشومان په زکام او نزله اخته کېږي؟

ویل چې نوي زېږېدلي ماشومان ډېری وخت په زکام او نزلې اخته کېږي، چې علت یې د دوی دفاعي سیستم په بشپړه توګه نه فعالېدل دي، چې بیا مختلف ویروسونه پر بدن حملې کوي او روغتیا ته یې زیان رسوي. که چېرته کوچني ماشومان په نزله اخته شي، نو پوزه یې بندېږي، ځکه چې د دوی د پوزې سوري واړه وي، چې بیا د زړه تنګي سره مخ او رنګ یې ژېړېږي.

په کوچنیو ماشومانو کې د نزلې درملنه:

  • یوه نرمه ګرمه ټوټه راواخلئ او د ماشوم مخ ته پرې تودوخه ورکړئ.

  • د مالګین محلول څخه ګټه واخلئ.

  • د ماشوم په پوزه کې د مور د شېدو څو څاڅکي ور واچوئ،ځکه چې د مور شېدې انټي بیوټیک ځانګړتیا لري.

په غټو ماشومانو کې د زکام او نزلې ناروغي:

  • هغه بوټي چې ګرم خاصیت لري څښاک ور ځنې تیار کړئ، ځکه چې دا ډول څښاک دفاعي سیستم ته قوت ورکوي.

  • لېمو او شات ګډ کړئ، خو بوره ور پکې مه اچوئ او بیا یې ماشومانو ته ور کړئ.

  • ماشومانو ته مو ادرک ورکړئ، ددې لپاره چې خوند یې ښه شي نو لږ شات هم ورکړئ.

  • مالګین محلول استعمال کړئ، خو ډېر استعمال یې ښه نه وي.

  • په ماشوم مو د چرګ ښوروا وڅښئ.

  • آرامه بستره ورته جوړه او له بهر هوا څخه یې وژغورئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د خېټې د ګیس ستونزه په دې ډول حل کړئ

ځینې وختونه په وخت ناوخت خوراک او د هضم په سیستم کې د خرابوالي په …