کورپاڼه / ليکنې / د شرمندونکو اشخاصو اړیکې اغېزمنې وي، څنګه کولی شو چې دغه عادت له منځه یوسو؟

د شرمندونکو اشخاصو اړیکې اغېزمنې وي، څنګه کولی شو چې دغه عادت له منځه یوسو؟

ډېری شرمندونکي اشخاص له نورو څخه یواځې یا تنها اوسېدنه خوښوي، چې بیا په همدې سبب د ټولنیزو کارونو او اړیکو څخه د ځان ساتنې هڅه هم کوي. د سیدتي اخبار د راپور له مخې ویل کېږي، چې له یوې نوې څېړنې څخه معلومه شوې چې شرمندونکي اشخاص په ټولنیزو فعالیتونو او د مینې او محبت د حساساتو په څرګندونه کې ناکام وي، چې بیا یې په همدې سبب اړیکې هم اغېزمنې کېږي. دغه راز ذکر شوي اشخاص زیاتره وخت د یواځیتوب په سبب له غم او خپګان سره هم مخ کېږي، چې بیا په همدې سبب د یو ښه او آرام ژوند څخه بې برخې کېږي.

هغه کسان چې شرمندونکي وي کله چې له نورو خلکو سره مخامخ کېږي، نو د زړه درزا یې هم تېزیږي یایې هم څېره سوروالی پیدا کوي او یاهم خوله کېږي. نو راځئ چې د ذکر شوي عادت څخه د خلاصون یو څو لارې چارې ولولو.

د شرم سببونه پیدا کړئ:

ډېره شوني ده چې تاسې د خپل شرم د سببونو د پیدا کولو پرمهال خپل ځان وپېژنې، چې تاسې څوک یئ. د مثال په توګه تاسې ته یوه داسې پېښه در یاده چې په سبب شرمېږئ، تاسې په دا ډول یادونو او پېښو کنټرول ترلاسه کړئ او د خپلې کمزورۍ پرځای یې د قوت ذریعه وګرځوئ. کله چې تاسې یو ځل زده کړل چې له تېرو شوو یادونو څخه څنګه ځان ژغورئ، نو کولی شئ چې د ټول عمر لپاره پرې کنټرول ولرئ.

څه شی د شرم احساس درکوي؟

کوښښ وکړئ چې هغه څه وپېژنئ چې تاسې ته د شرم احساس درکوي، بیا یو پلان جوړ کړئ یعنې کله چې تاسې په یوه داسې حالت کې قرار ولرئ، نو څه ډول یې پر وړاندې غبرګون ښکاره کوئ یایې څه ډول کنټرولوئ. خو ځینې تحرک کوونکي بیا تر یوه شخص پورې ځانګړي وي، چې بیا یې پېژندنه هم ناشوني وي، خو تاسې کولی شئ چې په دې اړه له یو ارواپوه سره خبرې وکړئ.

تمرین وکړئ:

هغه اقتصادي حالات چې ستاسې د خپګان سبب ګرځي، یو لیست ورځنې تیار کړئ او بیا په یو یو باندې د کنټرول هڅه وکړئ. دغه راز په یو داسې ورزشي ټیم کې ګډون وکړئ چې تاسې ته د ټولنیز کېدو وړتیا در په برخه کړي.

خپلو معلوماتو ته نوی والی ورکړئ:

د تل لپاره هڅه وکړئ چې کتابونه ولولئ او د خبرونو اړوند سایټونه تر څارنې لاندې ونیسئ، ترڅو هر وخت چې ستاسې زړه یې غواړي له خلکو سره خبرې وکړئ، نو د معلومات یوه لویه خزانه به ولرئ او په همدې ډول به پخپل ځان باور ترلاسه کړئ.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …