موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په دې نعمتونو کې مېوې، سابه او نور توکي هم شامل دي او په مېوو کې یې د اینځرو مېوه هم د نعمت په ډول شامله کړئ، چې د جنت مېوه هم ورته ویل کېږي. ویل کېږي چې اینځر د وچو او کمزورو خلکو لپاره یو لوی نعمت دی، چې پوستکي او بدن ته د ښکلا او رنګ په ورکولو کې مرستندویه تمامېږي. دا چې اینځر یو له نازکو مېوو څخه دي، چې د پخېدو سره سم پخپل راولوېږي، چې بیا یې ساتل هم ناشوني وي او د استعمال ترټولو غوره حالت یې وچول او بیا یې له کارولو څخه عبارت دی.
د خوراکي توکو کارپوهان وایې، چې د اینځرو په جوړښت کې په زیاته شکر، کلسیم، فاسفورس، ویټامین ای او ویټامین سي او په لږه اندازه ویټامین بي او ویټامین ډي هم لري، چې د درملو په توګه هم استعمالېږي په ځانګړي توګه د تبې په حالت کې ډېر ګټور تمامېږي.
د اینځر ګټې:
-
اینځر د هضم په ښه کولو کې ګټور وي، خو که چېرته کوم شخص د تبې له امله د خولې له وچوالي سره مخ کېدو، نو د اینځرو استعمال یې ستونزه حل کوي.
-
د ګردو او مثانې تیږي حل کوي او له بدن څخه یې خارجوي. خو که چېرته له بادام او چارمغز سره استعمال شي، نو د خطرناکو زهرجنو موادو مخنیوی کوي.
-
که قبض لرئ نو اینځر په اوبو کې واچوئ او له پړسېدو وروسته یې وخورئ.
-
که ستوني د کېناستو ستونزه لرئ، نو د شپې پرمهال وچ اینځر په اوبو کې کېږدئ او سهار یې وخورئ.
-
د ژمي په موسم کې ماشومانو ته وچ اینځر ورکول د هغوی د ودې سبب کېږي.
-
که غاښونه مو کمزوري کوي یاهم دماغ مو له ستړیا سره مخ وي یاهم د کم وزن خاوندان یئ، نو اینځر استعمال کړئ.
-
د ډوډۍ له خوړلو وروسته څو دانې اینځر خوړل د قبض اړوند ستونزې حل کوي.
-
که د ټوخي، ساه لنډۍ او بلغم سره مخ یئ، اینځر وخورئ. دغه راز منظم استعمال یې د ویښتانو لپاره ګټور وي.
-
د اینځرو استعمال د خولې بدبویي له منځه وړي.
-
که چېرته اینځر له شېدو سره یو ځای استعمال شي، نو د پوستکي د ښکلا سبب کېږي او بدن ته وزن ور په برخه کوي.
-
د تازه اینځرو څخه وتونکي شېدې د پوستکي پر سپین داغونو ووهئ نو داغ به یې ورک شي.
-
د اینځرو په استعمال سره د وینې سره کرویات ډېروالی مومي او زهرجن توکي خارجېږي.
-
هغه کسان چې نه خوله کېږي د اینځرو خوراک ورته ګټور وي.