کورپاڼه / روغتيا / هغه سببونه چې د غاښونو پوښ زیانمنوي

هغه سببونه چې د غاښونو پوښ زیانمنوي

ویل کېږي چې د غاښونو کلک بهرنی پوښ غاښونه له مادي او کیمیاوي زیانونو څخه ژغوري او دا د انسان د بدن یو له سختو او کلکو نسجونو څخه ګڼل کېږي، چې ان کلکوالی یې له هډوکو هم سخت وي.

د غاښونو پوښ چې اینمل یې هم بولي دنده یې له هغه زیانونو څخه د غاښونو ساتل دي، چې د خوراک او څښاک په سبب پیدا کېدلی شي. ویل کېږي چې د غاښونو د پوښ خرابېدل ګڼ سببونه لري، خو ځینې داسې عادتونه هم شتون لري، چې په سبب یې د غاښونو پوښ خرابېږي، چې بیا په نسجونو هم اغېز پرېباسي او د خرابېدو لامل یې ګرځي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ځینې داسې عوامل هم شتون لري، چې د غاښونو پوښ زیانمنوي او په پایله کې د غاښونو خرابېدل پیل مومي، چې بیا غاښونه حساس کېږي او له بهرني چاپیریال سره مقاومت نه شي کولی، رنګ یې تغیر کوي او د ماتېدو خطر یې ډېرېږي.

روغتیایي کارپوهان وایي چې ددې لپاره باید له هغه خوراکي توکو څخه ډډه وشي، چې د سټرک اسید یاهم د ډېرو خوږو درلودونکی وي او د سوډا له څښلو هم ډډه وکړئ. دغه راز د هضم د سیستم خرابوالی هم غاښونه ته زیانمن وي، ځکه چې د معدې تېزابیت د کانګو په سبب غاښونو ته رسېږي، سربېره پردې د خوب پرمهال د رژول یاهم د غاښونو کړسول هم غاښونو ته ضرر رسوي.

بله خوا په اوبو کې موجود فلوراید هم د غاښونو رنګ یاهم د غاښونو پوښ ته زیانمن وي او د خولې خوش وچوالی هم ورته ضرر رسوي. ویل کېږي چې ددې سبب دا وي چې لیاړې د معدې تېزابیت برابر ساتي. دغه راز د غاښونو د ساتنې لپاره به هره ورځ خپل غاښونه په منظم ډول سره برش کړو، کلک شیان پرې مات نه کړو او په یو وخت ګرم او یخ شیان پرې ونه خورو.

Loading...

دا هم ولولئ

هره ورځ دوه ځلې مېوې او درې ځلې سابه وخورئ او له ناروغیو ځان وساتئ

د مېوو او سبو د بې شمېره ګټو په اړه خو موږ ټول پوهېږو، خو …