کورپاڼه / بېلا بېل / مفتي عبدالقوي اقرار کوي چې هم شراب څښي او هم ډېرې ملګرې (ګرل فرینډې) لري

مفتي عبدالقوي اقرار کوي چې هم شراب څښي او هم ډېرې ملګرې (ګرل فرینډې) لري

د مفتي عبدالقوي یوه بله ویډیو د ټولنینزو رسنیو د سر ټکی ګرځېدلی. ویل کېږي چې تېره ورځ د ټیک ټاک مشهورې کارکوونکې د حریم شاه یوه ویډیو چې مفتي عبدالقوي یې په څپړ وهلی و، په ټولنینزو رسنیو کې لره بره کېدله، خو اوسمهال د مفتي عبدالقوي یوه بله ویډیو چې د حریم شاه او نورو کسانو سره ناست او په ډوډۍ خوړلو اخته دی، خپره شوې ده.

د ویډیو پرمهال مفتي عبدالقوي وایي، چې په مجلس یا پارټۍ کې پنځه ډوله شراب شتون لري، خو نوموړی بیا سره شراب څښي، ځکه چې سره شراب له انګورو څخه لاسته راغلي. کله چې د ملګرې یا ګرل فرینډ په اړه ترې پوښتنه کېږي، نو مفتي ورته په ځواب کې وایي، چې ملګرې یا ګرل فرینډ یې یوه نه، بلکې بېخې ډېرې دي. دغه راز د حریم شاه په ځواب کې چې د نشې په اړه یې کړې وه، وایي چې اوسمهال هم ورسره د څلور یاهم د پنځو سګریټو چرس شته دی.

یاده دې وي چې مشهورې د ټیک ټاک کاروونکې حریم شاه په مفتي عبدالقوي د څپړې د ګوزار په اړه هم راز فشاء کړی. د حریم شاه پر وینا ویل کېږي چې مفتي عبدالقوي د نوموړې لخوا پروګرام یا مجلس ته دعوت شوی و، چې بیا یې ډېر عزت او میلمه پالنه هم وکړه، خو د مفتي عبدالقوي ناوړه حرکتونو مجبوره کړه، چې و یې وهي. حریم شاه زیاتوي چې مفتي عبدالقوي یې یوازې په څېړه نه دی وهلی، بلکې له دې مخکې یې هم په بوټونو وهلی یاهم ویشتلی و. حریم شاه وایې چې د مفتي عبدالقوي د خرابو یاهم د بدو خبرو ویډیو به ډېر ژر په ټولنینزو رسنیو خپره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه ځیرکې غڼې چې په وچه، اوبو او هوا کې مختلف جالونه جوړوي

د نړۍ د غڼو ډېر ډولونه یې یو ډول جالونه جوړوي، خو اوسمهال په یوه …