که څه هم د ٢٠١٩ کال نړيوال جام څخه وروسته، چې افغان لوبډلې په ٩ لوبو کې ماتې وخوړه او د لوبغاړو ترمنځ ناندرۍ رسنيزې شوې، د خلکو په زړونو کې د کرکټ هغه پخوانۍ مينه مړه شوه، خو اوس هم افغانان له کرکټ سره مينه لري.
د کرکټ يو مينه وال يو داسې ښکلى او په زړه پورې کوچنى لوبغالى جوړ کړى دى، چې په ټولنيزو رسنيو کې يې عکسونو د خلکو زړونه ګټلي دي.
د کرکټ دا مينه وال زبير خان نومېږي، چې په خپل کلي کې يې يو کوچنى او ډېر ښکلى لوبغالى جوړ کړى دى. دا لوبغالى هغه د خاورو څخه جوړ کړى دى او په منځ کې يې ورته د چمن لپاره واښه کارولي دي.
همدا راز پچ هم لري، کوچنۍ ويکټې، توپ او بېټ هم لري او د ناستې لپاره ګېر چاپېر ځايونه يې هم جوړ کړي دي.
د افغانستان درې رنګه ښکلى بېرغ هم په دې لوبغالي کې رپېږي.
د زبير خان له لوري د جوړ شوي دې کوچني لوبغالي څخه د هغه مينه څرګندېږي، چې له کرکټ سره څومره مينه لري او په ټولنيزو رسنيو کې دا عکسونه هم خلکو ډېر خوښ کړي دي.