کورپاڼه / جالب / د یوې میرمنې له مثانې څخه څلور سوه ګرامه تیږه ایستل شوې

د یوې میرمنې له مثانې څخه څلور سوه ګرامه تیږه ایستل شوې

هسې خو موږ ټولو د ګردو یاهم د مثانې د تیږو په اړه اورېدلي، خو نن ورځ مو له یوې داسې میرمنې څخه خبروو، چې له مثانې څخه یې څلوره سوه ګرامه تیږه ایستل شوې ده.
د وینام د خبري آژانس د راپورونو له مخې ویل کېږي، چې یوې څلور دیرش کلنې میرمنې وروسته له هغې چې په خېټه کې یې د سختو دردونه احساس وکړو، روغتون ته د راتګ سره سم عاجل واټ ته یوړل شوه، چې له معایناتو وروسته یې ډاکتران له حیرانۍ سره مخ کړل، یعنې ډاکترانو ولېدل چې د ذکر شوې میرمنې په مثانه کې یوه غټه او کلکه ماده شتون لري.

راپورونه زیاتوي کله چې ډاکترانو ولېدل چې په مثانه کې یې کومه غټه ماده شتون لري، نو سمدستي یې د عملیاتو پرېکړه وکړه، چې په پایله کې یې د لس سانتي مترو په غټوالي، څلور سوه ګرامه تیږه را وایستله. دغه راز په ۲۰۱۴ کال د ترکیې د یورولوژۍ په ژورنال کې د خپور شوي راپور له مخې ویل کېدل چې ډېر لږ وخت داسې حالات رامنځته کېږي، چې د ګردو یا مثانې تیږه دې له سلو ګرامو زیات وزن ولري.

یاده دې وي چې له دې وړاندې په ۲۰۱۵ کال د چین د یوه اوسېدونکي، چې عمر یې څلور پنځوس کاله وه، له مثانې څخه یو زرو اته څلویښت ګرامه تیږه ایستل شوې وه.

Loading...

دا هم ولولئ

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی+ویډیو

په امریکا کې یو سپی د نړۍ ترټولو شتمن سپی ګڼل شوی، چې په شخصي …