کورپاڼه / بېلا بېل / هغه مصرۍ نيول شوې، چې په کېک يې غېر اخلاقي شيان جوړ کړي و
کېک

هغه مصرۍ نيول شوې، چې په کېک يې غېر اخلاقي شيان جوړ کړي و

د مصر په قاهره کې پوليسو هغه کېک جوړونکې نيولې، چې د کليزې په کېک يې انساني الو ته ورته ډيزاينونه جوړ کړي و، خو تر ضمانت او جريمې وروسته بېرته خوشې شوې ده.

د بي بي سي وېبپاڼې د راپور په وېنا، د مصر په ټولنيزو رسنيو کې د يوې کليزې د کېک عکسونه خپاره شو، چې وروسته پرې په ټولنيزو رسنيو کې سختې نيوکې وشوې.

د عکسونو خپرېدو وروسته پوليس هم په حرکت کې راغلل او هغه کېک جوړونکې يې ونيوله، چې دا کېک يې جوړ کړى و، خو وروسته د ضمانت او جريمې نه خوشې شوه.

د مصر يوې اسلامي ادارې هم په دې اړه په خپل يو پېغام کې ويلي دي، چې داسې شيان چې غېر اخلاقي شيانو ته ورته وي، جوړول يې ناروا دي.

خو دغه کېک جوړونکې بيا په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې هغې هېڅ داسې څه شى نه دي جوړ کړي، چې هغې ته دې غېر اخلاقي وويل شي.

بلخوا يو شمېر خلک د دې کېک جوړونکې په حق کې هم راښکاره شوي دي او په ټولنيزو رسنيو کې يې د هغې ملاتړ کړى دى. دوى ويلي دي، چې دا د خلکو د شخصي خپلواکۍ مخه نيول دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د خور او ورور اړیکه پر انساني ژوند څومره اغېزې لري؟

د انسان له زېږېدو سره سم ډېرې اړیکې ورسره جوړېږي، چې په دې اړیکو کې …