کورپاڼه / خبرونه / هند د انګلستان پر وړاندې د ٢ ټېسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه
هند لوبډله

هند د انګلستان پر وړاندې د ٢ ټېسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې لپاره نن ستره ورځ ده، چې په څلورمه ټېسټ لوبه کې يې اسټراليا ته ماتې ورکړه او د دې سره يې لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د هند او اسټراليا ترمنځ سياليو پاى ته رسېدو سره سم د هند کرکټ بورډ د انګلستان پر وړاندې سياليو لپاره هم لوبډله اعلان کړه.

د هند او انګلستان ترمنځ د فبرورۍ په مياشت کې د هند په کوربه توب سيالۍ پيلېږي، چې د کورونا وروسته به دا لومړى ځل وي چې په هند کې به د کرکټ نړيوالې سيالۍ ترسره شي.

هند او انګلستان ٤ ټېسټ، ٥ نړيوالې شل اوريزې او ٣ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کوي.

خو د هند کرکټ بورډ يوازې د ٢ لومړيو ټېسټ لوبو لپاره لوبډله اعلان کړې ده او د پاتې ټېسټ لوبو او نورو لوبو لپاره به وروسته لوبډله اعلانوي.

په دې لوبډله کې ويراټ کوهلي (لوبډلمشر)، روهيت شرما، ماينک اګروال، شوبمن ګيل، چيتيشور پجارا، اجينکى ريهانى (مرستيال لوبډلمشر)، کى ايل راهول، هارديک پانډيا، ريشب پانټ (ويکټ ساتونکى)، وريديمان ساها (ويکټ ساتونکى)، ار اشوين، کلديپ يادو، اکشر پټيل، واشينګټن سندر، ايشانت شرما، جسپريت بومرا، محمد سراج او شردل ټاکر شامل دي.

د هند او انګلستان لومړۍ ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ٥مه نېټه او دويمه ټېسټ لوبه د فبرورۍ په ١٣مه فبرورۍ په چيناى کې پيلېږي.

دا هم ولولئ

هغه لوبغاړي چې د دوو لوبډلو لپاره یې نړیوال جامونو کې برخه اخیستې ده

دا د هر لوبغاړي هیله او ارمان وي چې په نړیوال جام کې د خپلې …