کورپاڼه / خبرونه / ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟
هند کرکټ بورډ

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا له امله ځنډېدلى و، چې سږکال د اسيا جام سيالۍ په سريلانکا کې ترسره کېدونکې دي.

خو ځينو رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي دي، چې د هند کرکټ بورډ غواړي، چې په اسيا جام کې د لوبېدو پر ځاى د تېر کال پاتې شوې سيالۍ ترسره کړي.

ځينو پاکستاني رسنيو په خپلو راپورونو کې ويلي دي، چې د هند کرکټ بورډ غواړي، چې د پاکستان سره لوبه ترسره نه کړي او له دې امله په دې هڅه کې ده، چې د اسيا جام سياليو کې ګډون ونه کړي.

خو د هند کرکټ بورډ (بي سي سي اى) په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

تېر کال چې کله اسيا جام نه و ځنډېدلى، نو تر هغه مخکې د هند کرکټ بورډ په واضحه توګه ويلي و، چې دوى خپله لوبډله پاکستان ته نه لېږي. هند غوښتنه کړې وه، چې که د پاکستان په کوربه توب اسيا جام په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، نو دوى پکې ګډون کوي.

اسيا جام سږکال د جون په مياشت کې په سريلانکا کې ترسره کېدونکى دى.

د پاکستان کرکټ بورډ عمومي رييس احسان ماني وايي، چې اسيا جام د کوم سياسي هدف له امله نه دى ځنډېدلى، بلکې د کورونا له امله ځنډېدلى دى او سږکال به ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې پاکستان به په راتلونکي ٢٠٢٢ کال کې د اسيا جام کوربه توب کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ويراټ کوهلي

هندي کرکټر ويراټ کوهلي يو بل ستر وياړ ترلاسه کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ مخکښ توپوهونکي ويراټ کوهلي يو بل …