کورپاڼه / ريکارډونه / ريشب پانټ د مهيندر سينګ دهوني ريکارډ مات کړ
ريشب پانټ او مهيندر سينګ دهوني

ريشب پانټ د مهيندر سينګ دهوني ريکارډ مات کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې توپوهونکي او ويکټ ساتونکي ريشب پانټ، چې په نننۍ لوبه کې يې د هند په بريا کې مهمه ونډه وه، د هند پخواني لوبغاړي مهيندر سينګ دهوني ريکارډ مات کړ.

د هند لپاره مهيندر سينګ دهوني د ويکټ ساتونکي او توپوهونکي په توګه په ټېسټ لوبو کې تر ټولو چټکې ١٠٠٠ منډې کړې وې، چې دا ريکارډ اوس ريشب پانټ په خپل نوم کړ.

په بريسبين کې د اسټراليا پر وړاندې ريشب پانټ ٨٩ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې نه يوازې هند يې بريا ته ورساوه، بلکې د دهوني د چټکو ١٠٠٠ منډو ريکارډ يې هم مات کړ.

ريشب پانټ د هند تر ټولو چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى شو چې په ٢٧ لوبو کې يې ١٠٠٠ منډې پوره کړې، تر دې مخکې مهيندر سينګ دهوني بيا په ٣٢ لوبو کې چټکې ١٠٠٠ منډې ترلاسه کړې وې.

د ٢٣ کلن ريشب پانټ لپاره د اسټراليا سفر ډېر ګټور و، نوموړي په دريمه ټېسټ لوبه کې هم ٩٧ منډې وکړې او د لوبې بې پايلې پاى ته رسولو کې يې ستر کردار ادا کړ، همدا راز په څلورمه ټېسټ لوبه کې يې ٨٩ ناسوځېدلې منډې وکړې او هند يې بريالى کړ.

د يادولو وړ ده چې نن هند په څلورمه ټېسټ لوبه کې اسټراليا ته ماتې ورکړه او د ٤ ټېسټ لوبو لړۍ کې يې د ٢-١ سره بريا خپله کړه، هند ٣٣ کاله وروسته اسټراليا ته په بريسبين کې ماتې ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …