کورپاڼه / خبرونه / ګلبدين نايب: د ايرلېنډ په لوبډله موږ قوي يو
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب: د ايرلېنډ په لوبډله موږ قوي يو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړى ګلبدين نايب وايي، چې که څه هم د ايرلېنډ لوبډله بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډله ده، خو کله چې ورسره موږ د افغانستان لوبډله مقايسه کړو، نو موږ پرې قوي يو.

ګلبدين نايب چې د ملي سپورټ ټلويزيون سره يې په فېسبوک کې په ژوندۍ بڼه مرکه کوله، په ابوظهبي کې د تمريناتو او د ايرلېنډ پر وړاندې سياليو په اړه وغږېده.

د ايرلېنډ ځينو لوبغاړو څو ورځې وړاندې په يوه مرکه کې ويلي و، چې دوى دا ځل په پوره پلان سره راغلي دي او غواړي چې افغانستان ته په دې لوبلړۍ کې په ٣-٠ سره ماتې ورکړي.

خو ګلبدين نايب وايي، چې افغانستان له ايرلېنډ سره ډېر مقايسه کېږي، خو زموږ په لوبډله کې اوس ډېر بدلون راغلى دى او په ايرلېنډ زموږ لوبډله قوي ده.

ګلبدين نايب د راشد خان، محمد نبي او مجيب الرحمان په تړاو وويل، چې کله د لسيزې غوره لوبغاړى له تاسره يو ځاى وي، نو حتماً تاثير کوي. دا لوبغاړي خپلې تجربې د نوو لوبغاړو سره شريکوي، چې دا ډېر ګټور دي او زه خپله د دوى نه ډېر څه زده کوم.

د يادولو وړ ده چې افغانستان له ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ لري، چې دا لوبلړۍ د جنورۍ په ٢١مه نېټه، يعنې دوه ورځې وروسته په ابوظهبي کې پيلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

افغان لوبډله

عابد: په نشته امکاناتو مو زمبابوې او ايرلېنډ ماتول، اوس راباندې ريکارډ جوړوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او روزونکي هستي ګل عابد هم د افغانستان …