کورپاڼه / خبرونه / ايا له اصغر افغان وروسته ګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟ ځواب يې دلته ولولئ

ايا له اصغر افغان وروسته ګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟ ځواب يې دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څه وخت مخکې د دويم ځل لپاره کوژده وکړه، چې د دستمال په راوړلو کې يې ملي لوبغاړي هم و او په ټولنيزو رسنيو کې هم د هغه مينه والو ورته مبارکي ورکړه.

خو د اصغر افغان له دويمې کوژدنې وروسته د ګلبدين نايب څخه په دې اړه پوښتنه وشوه، چې د کپتان له دويمې کوژدنې وروسته، ايا ته هم داسې کوم پلان لرې او که نه؟

ګلبدين نايب په اړه دې اړه لومړى ښه وخندل او بيا يې وويل، چې مشر په کومه لار روان وي، نو کشران هم بايد په هماغه لار لاړ شي.

نوموړي چې له ملي سپورټ ټلويزيون سره يې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې وويل، چې نه، زما د دويم واده پلان نشته، خو که چېرته د اصغر افغان په څېر څوک راباندې مهربانه شو، نو بيا به ګورو.

د يادولو وړ ده چې اصغر افغان له لومړۍ مېرمنې هم اولادونه لري، خو څه وخت مخکې يې دويمه کوژدن کړې ده او لا يې تراوسه پورې د واده په اړه معلومات نشته، چې کله به دويم واده کوي.

ياده دې وي چې افغان لوبډله اوسمهال د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ په ابوظهبي کې ده، چېرته چې دوه ورځې وروسته د جنورۍ په ٢١مه نېټه د ايرلېنډ سره د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ پيلوي.

Loading...

دا هم ولولئ

افغان لوبډله

عابد: په نشته امکاناتو مو زمبابوې او ايرلېنډ ماتول، اوس راباندې ريکارډ جوړوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او روزونکي هستي ګل عابد هم د افغانستان …