کورپاڼه / خبرونه / پخوانى ملي لوبغاړى عبدالله مزاري د کرکټ غلاوې رابرسېره کوي
عبدالله مزاري

پخوانى ملي لوبغاړى عبدالله مزاري د کرکټ غلاوې رابرسېره کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى عبدالله مزاري د کرکټ بورډ د چيرمېن په ګډون د ډېرو نورو کسانو د غلاوو رابرسېره کولو اعلان کړى دى او وايي چې نن ماښام به هر څه روښانه کړي.

عبدالله مزاري چې څو ورځې وړاندې يې د هر ډول کرکټ څخه استعفا ورکړه او وې ويل چې له دې وروسته به د کرکټ په تخنيکي برخه کې خدمت کوي او کرکټ بورډ چې ترې په هره برخه کې خدمت واخلي، هغه ورته تيار دى.

د افغانستان کرکټ بورډ له رسمي فېسبوکپاڼې څخه يوه ويډيو هم خپره شوې وه، چې نوموړي پکې د خپلې استعفا اعلان وکړ.

عبدالله مزاري په خپل فېسبوکي اکاونټ کې يو پوسټ کړى دى، چې پکې يې د کرکټ ډايريکټر رييس احمدزي، ولي امين، حاجي احمد شاه، احسان عبېد، نثار افغان، ډاکټر نصرت، اجراييوي رييس رحمت الله قريشي او عمومي رييس فرهان يوسفزي نومونه ليکلي دي.

عبدالله مزاري پوسټ

همدا راز نوموړي په خپله يوه تبصره کې هم بيا همدا نومونه ليکلي دي او په دې کې يې بيا (د انسانانو لباس کې حقيقي شېطانان) او (کمزوري غله) جملې هم ليکلي دي او وايي چې سبا ماښام، يعنې نن ماښام په دې اړه خبرې کوي.

عبدالله مزاري کمنټ

د يادولو وړ ده چې عبدالله مزاري د ملي لوبډلې لپاره هم دوه نړيوالې لوبې ترسره کړې دي او له هغه پرته د افغانستان په ټولو کورنيو سياليو کې د کلونو لپاره لوبېدلى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …