کورپاڼه / تجارتي ليګونه / له راشد خان وروسته محمد نبي هم په The Hundred سياليو کې واخيستل شو
محمد نبي (2)

له راشد خان وروسته محمد نبي هم په The Hundred سياليو کې واخيستل شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړى او د نړۍ غوره الراونډر محمد نبي هم د انګلستان The Hundred سياليو ته واخيستل شو.

تر هغه مخکې راشد خان د افغانستان لومړنى لوبغاړى و، چې د دغه سياليو لپاره اخيستل شوى دى.

دا سيالۍ چې په ٢٠٢٠ کال کې په لومړي ځل ترسره کېدونکې و، خو د کورونا له امله وځنډېدې، په روان کال کې به يې لومړى پړاو ترسره شي.

د لارډز کرکټ لوبغالي له لوري په يو پوسټ کې ويل شوي دي، چې د افغانستان محمد نبي او د پاکستان محمد عامر به د The Hundred سياليو کې د London Spirit لپاره ولوبېږي.


په دې اړه محمد نبي هم يو ټويټ کړى دى او د سل توپونو د دې سياليو لپاره يې خپله علاقه ښکاره کړې ده.


د يادولو وړ ده چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان به په دي هنډريډ سياليو کې د ټرينټ راکيټس لوبډلې لپاره ولوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

ډيل سټين

د ډيل سټين په اړه د کمنټيټر شخصي تبصرې نوموړى غصه کړى

د سويلي افريقا کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى ډيل سټين چې د پاکستان سوپر …