کورپاڼه / هنر او کلتور / سلمان خان: رادهى فلم به د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شي
سلمان خان

سلمان خان: رادهى فلم به د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شي

د باليووډ سينما مشهور اداکار سلمان خان د خپل نوي فلم (رادهى) په اړه مينه والو ته معلومات ورکړي دي او وايي چې سږکال د اختر په ورځ به په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې شي.

سلمان خان د خپل ټويټر اکاونټ له لوري يو پېغام خپور کړى دى او ويلي يې دي، چې زه د سينماګانو د مالکانو او د دې سره تړلو خلکو مالي ستونزو نه خبر يم او د همدې په خاطر خپل فلم په سينماګانو کې نندارې ته وړاندې کوم، تر څو د دوى مرسته وکړم. په دې وخت کې دا يوه ستره پرېکړه ده.


سلمان خان په خپلو خبرو کې وايي، چې زه به د دې پرېکړې په بدل کې د سينماګانو له مسوولينو دا هيله وکړم، چې د فلم کتونکو د خونديتوب لپاره دې ښه بندوبست وکړي.

نوموړى همدا راز دا هم وايي، چې ژمنه مې کړې وه چې دا فلم به د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي او انشاء الله چې سږکال به دا فلم د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې شي.

د يادولو وړ ده چې (رادهى) فلم د ٢٠٢٠ کال د اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېدونکى و، خو د کورونا له امله وځنډېده. په دې فلم کې د سلمان خان سره جيکي شروف، رنديپ هوډا او ديشا پټاني هم کار کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …