هسې خو ويل کېږي چې په پېسو څوک خوشحالي نه شي اخيستلى، خو څېړنپوهانو په يوه نوې څېړنه کې ويلي دي، چې د پېسو زياتېدو سره د انسان د خوشحالۍ کچه هم زياتېږي.
د ميل انلاين وېبپاڼې د راپور په وېنا، د پنسلوانيا پوهنتون څېړونکو په ١ ميليون ٧٢٥ زره او ٩٩٤ امريکايانو باندې يوه څېړنه ترسره کړې ده، چې په پايله کې يې ويل شوي دي، څوک چې څومره ډېر شتمن کېږي، همدومره يې د خوشحالۍ کچه هم زياتېږي.
په دې اړه ويل شوي دي، چې د شتمن کېدو هېڅ حد نه دى معلوم، بلکې د پخوا په څېر چې مو په اقتصادي حالت کې هر څومره ښه والى راځي، دا د انسان د خوشحالۍ سبب کېږي.
د څېړنډلې مشر ډاکټر ميتيو کلينګز ورت وايي: ((زموږ په څېړنه کې دا معلومه شوه، چې د پېسو زياتوالى په خوشحالۍ کې زياتوالى راولي. څنګه چې د يو انسان پېسې زياتېږي، همداسې يې د خوشحالۍ کچه هم پورته کېږي.))
نوموړي همدا راز وويل: ((مخکې په يوه څېړنه کې ويل شوي و، چې په کلني توګه څوک تر ٧٥ زرو زيات ډالر وګټي، نو د انسان د خوشحالۍ کچه زياتېږي، خو زموږ څېړنې دا خبره غلطه ثابته کړه. په اصل کې په پېسو کې چې په هره کچه زياتوالى راځي، نو د خوشحالۍ سبب ګرځي.))