کورپاڼه / بېلا بېل / ليونارډو: هوتک زما پر وړاندې ماشوم دى؛ هوتک: هغه څوک ماتوم چې زما د ماتېدو هيله لري
هوشدار ليونارډو او احمد ولي هوتک

ليونارډو: هوتک زما پر وړاندې ماشوم دى؛ هوتک: هغه څوک ماتوم چې زما د ماتېدو هيله لري

د افغانستان د فري فايټ مشهور لوبغاړى احمد ولي هوتک او د برازيل د فري فايټ مشهور لوبغاړى هوشدار ليونارډو په کابل کې مسابقه ترسره کوي.

د برازيل د فري فايټ لوبغاړي هوشدار ليونارډو په يوه ويډيويي پېغام کې له افغانانو هيله کړې ده، چې د دې سيالۍ ليدو ته دې ورشي او دا يې هم ويلي دي، چې احمد ولي هوتک دې نه هېروي، چې هغه زما پر وړاندې ماشوم دى.

بلخوا احمد ولي هوتک د ليونارډو د دې خبرې په ځواب کې ويلي دي، چې توکل په خداى، نه ماتېږم، بلکې هغه څوک ماتوم چې زما د ماتېدو هيله لري.

د احمد ولي هوتک او هوشدار ليونارډو ترمنځ په کابل کې د فبرورۍ په ١١مه نېټه دا سيالي ترسره کېږي.

دا لومړى ځل دى چې د فري فايټ د دوه مشهورو لوبغاړو ترمنځ په کابل کې يوه ستره سيالي ترسره کېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

آیا پوهېدئ چې اوښ د مار په خوړلو سره د سختې تندې احساس کوي؛ خو بیاهم اوبه نه څښي؟

د مار غوښه د اوښ لپاره ترټولو خوندوره او غوره غذا ده او په ډېر …