د افغانستان ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى قېس احمد وايي، چې خوشحاله دى چې د پاکستان سوپر ليګ کې اخيستل شوى دى. نوموړي وايي، له مخکې نه په دې ډاډه و، چې په دې سياليو کې به اخيستل کېږي.
قېس احمد چې د امريکا غږ راډيو سره يې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې وويل، چې هغه په نورو تجارتي ليګونو کې ښه ځلېدلى و او له دې امله ډاډه و چې د پاکستان سوپر ليګ کې به هم اخيستل کېږي.
نوموړي د بهرنيو ليګونو په اړه وويل، چې په بهرنيو ليګونو کې زموږ کارکردګي ښه ده او ډېرې تجربې مو هم ترلاسه کړي دي. د لوبډلو روزونکي او لوبغاړي راسره خپلې تجربې شريکوي او راته وايي، چې تاسې په کرکټ کې ډېر خواريکښ يئ.
قېس احمد د پاکستان سوپر ليګ (پي ايس ايل) سياليو کې د کوټې ګليډيټرز لوبډلې اخيستى دى، د هغه پرته راشد خان د لاهور قلندرز، محمد نبي او نور احمد د کراچۍ کنګز او مجيب الرحمان د پېښور زلمي لوبډلو اخيستي دي.
د پاکستان سوپر ليګ کې د لوبېدو په اړه د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک له يوې رسنۍ سره په خپلو خبرو کې ويلي و، چې په بهرني تجارتي ليګونو کې د افغان لوبغاړو لوبېدل نه يوازې دا چې د دوى لپاره اقتصادي ګټه ده، بلکې د دوى په لوبېدو سره د افغانستان نوم هم ځلېږي.
د پاکستان سوپر ليګ د شپږم پړاو سيالۍ د فبرورۍ مياشتې په ٢٠مه نېټه د کراچۍ په ښار کې پيلېږي.