کورپاڼه / هنر او کلتور / د ګل ښايسته ځواني جانانه تاته چېرته رسي
شفيق مريد او منګل استاد

د ګل ښايسته ځواني جانانه تاته چېرته رسي

د هېواد د دوه مشهورو سندرغاړو شفيق مريد او استاد منګل ګډه سندره (تاته چېرته رسي) په ټولنيزو رسنيو کې خپره شوه.

دا سندره چې شاعري يې د رحمت شاه سايل، کمپوز يې د استاد منګل دى، د موسيقۍ تړون يې د يمي په سټوډيو پېښور کې شوى دى او په يوټيوب کې خپره شوې ده.

نن د شفيق مريد کليزه هم ده او نوموړي د خپلې کليزې په ورځ دا سندره په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده.

شفيق مريد په خپله فېسبوکپاڼه کې په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې نن زما کليزه ده او د خپلې کليزې په ورځ دا کوچنۍ ډاسې تاسې ته وړاندې کوم. هيله ده چې خوښه مو شي او خوند ترې واخلئ.

نوموړى همدا راز ليکي، چې غوښتل مې د دې سندرې لپاره له استاد منګل سره يوه ښکلې ويډيو جوړه کړم، خو د کورونا له امله مو ونه شول کولاى چې د دې سندرې لپاره ويډيو جوړه کړ.

ياده دې وي چې شفيق مريد د ٤٠ کلونو شو او نن خپله څلويښتمه کليزه لمانځي. هغه د خپل عمر په اړه څه نه دي ويلي، خو په انټرنېټ کې د هغه د زېږېدو نېټه ١٩٨١ کال ښودل شوې ده.

دا هم ولولئ

شاه رخ خان په دې ډول حالاتو له وړاندې اندیښنه ښودلې وه

د هندي سینما یا بالیووډ بې تاجه پاچا شاه رخ خان په دې ورځو کې …