کورپاڼه / روغتيا / هغه عام او خوندور خواړه چې د زړه د حملې او د فلج د ناروغیو خطر ډېروي

هغه عام او خوندور خواړه چې د زړه د حملې او د فلج د ناروغیو خطر ډېروي

سمبوسې، پیکوړۍ او نور بې شمېر سره کړي توکي که څه هم له یوې خوا خوندور وي، خو له بلې خوا د زړه د حملې او د فلج د ناروغیو خطر هم ډېرولی شي. د یو روغتیایي ژورنال د راپور له مخې ویل کېږي، چې د سرو کړو توکو ډېر استعمال د شیریانوو په سبب د فلج د ناروغۍ خطر ۲۸ سلنه، د زړه د ناروغۍ بیا ۲۲ سلنه خو د زړه د حملې خطر بیا ۳۷ سلنه ډېروي. راپورونه وایي چې هره اوونۍ له ۱۱۴ ګرامو سرو کړو توکو یې څخه ډېر استعمال د زړه او فلج د ناروغیو خطر ۳ سلنه، د زړه د ناروغیو ۲ سلنه، خو د زړه د نورو ناروغیو خطر بیا ۱۲ سلنه مخ په پورته بیایي.

ویل کېږي کله چې یو توکی په غوړیو کې سور کېږي، نو یو څه اندازه غوړ ځانته جذبوي، چې بیا یې په سبب د بدن کالوري ډېروالی مومي. دغه راز په بازاري خوړو د ټرانس فیټ څخه کار اخیستل کېږي، چې د ټرانس فیټو په استعمال یې خوند تر ډېره ادامه پیدا کوي او ټرانس فیټ په ډېر بیسکیټو کې استعمالېږي.

په ذکر شوې څېړنه تقریباً پنځه لکه او دوه شپېته زره کسان شامل ول، چې یوازې شپږ دیرش زره یې د زړه د حملې او فلج سره مخامخ ول او له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې په لږه اندازه د سرو کړو شیانو استعمال هم د زړه او فلج د ناروغیو خطر ډېرولی شي.

څېړونکي وایي چې سره کړي خواړه په هغه کسانو هم اغېز پرېباسي، چې د شیریانونو اړوند ستونزې لري. لکه څنګه چې سره کړي خواړه په ډېره اندازه کالوري او مالګه یاهم په ځینو بازاري توکو کې له ډېرې خوږې څخه ګټه اخیستل کېږي، چې په پورتنیو صورتونو کې ډېرې ستونزې رامنځته کېدلی او خطر یې ډېرولی شي.

بله خوا په ۲۰۱۸ کال د روغتیا د نړیوالې ادارې د راپور له مخې ویل کېدل، چې د پخلي له ډېرو غوړیو، سبو او د حیواناتو څخه ترلاسه شوي غوړ د روغتیا لپاره ښه نه وي او د زړه په ګډون ځینې نورې ستونزې هم رامنځته کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …