کورپاڼه / ليکنې / ددې لپاره چې ګڼ او اوږده ویښتان وکړو، باید څه وکړو؟

ددې لپاره چې ګڼ او اوږده ویښتان وکړو، باید څه وکړو؟

هره یوه ښځه یا میرمن دا هیله لري چې ګڼ یاهم اوږده ویښتان ولري، چې بیا د همدې لپاره له ډېرو قیمتي او کیمیاوي توکو څخه کار اخلي، خو ددې پرځای چې ورته ګټور تمام شي نور هم تاواني تمامېدلی شي. روغتیایې کارپوهان وایي چې ویښتان له یو ډول ځانګړو پروټینو (کیراټین) څخه جوړېږي، چې د ځینو توکو او سببونه په وسیله ورته ضرر رسېږي. نو ددې لپاره چې په طبیعي ډول مو ویښتان ښکلي او اوږده شي، دلته یې ځینې لارې چارې در ښایو:

ددې لپاره چې ویښتانو اوږده شي، له کېلې، مستو، هګیو او الو ویرا څخه ګټه واخلئ:

ویل کېږي چې د پورتنيو توکو استعمالو د ویښتانو لپاره ډېر ګټور او اغېزمن تمامېږي، نو ددې لپارع دوه دانې کېلې، یوه کېله، دوه کاچوغې د الو ویرا جیل او مستې راواخلئ.

لومړی به میده کړې کېله راواخلئ او په یو لوښي کې به یې واچوئ، بیابه نیمه پایله مستې ور اضافه کړئ، وروپسې به یوه د هګیو سپین او دوه کاچوغې د الو ویرا جیل ور واچوئ، که د الو ویرا جیل نه وي، لېمو هم استعمالولی شئ. دا توکي به ښه سره ګډ کړئ او پخپلو ویښتانو به یې سم ووهئ او تر یو ساعت پورې به کېږدئ. وروسته له دې به یې په ساده اوبو او شامپو سره ووینځئ. ویل کېږي که چېرته دغه طریقه په ورځني ډول عملي شي، نو په طبیعي ډول به مو ویښتان ښکلي او اوږده شي.

د خرابو ویښتانو لپاره:

دا چې هګۍ له پروټینو او مستې له پروبایوټیک څخه ډکې وي، نو د همدې لپاره د ویښتانو په ښکلا او ښه کولو کې اغېزمن وي. ددې لپاره به د یوې هګۍ ژېړ او دوه کاچوغې مستې سره ګډې کړئ او په ویښتانو به یې د مساج په ډول سره ووهئ او تر دیرشو دقیقو به یې پرېږدئ. وروسته له دې به یې په یخو اوبو او شامپو ووینځئ.

د ویښتانو د کمزورۍ او پخې لپاره:

د یوې هګۍ ژېړ، یوه کاچوغه شات او یوه کاچوغه د بادامو تېل به راواخلئ او ښه به یې سره کړئ، بیابه یې په ویښتانو ووهئ او پنځلس دقیقو به یې پرېږدئ او په یخو اوبو او شامپو به یې ووینځئ.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …