کورپاڼه / روغتيا / ولې د ژمي په موسم کې د معدې سوخت یا تېزابیت ډېر وي؟

ولې د ژمي په موسم کې د معدې سوخت یا تېزابیت ډېر وي؟

ویل کېږي چې ډېر خوراک یاهم د چرګ د غوښې د استعمال سره سم زموږ پر معده اغېز پرېوځي، چې بیا مو په سینه کې یو ډول سوخت رامنځته کېږي، چې همدې سوخت د معدې تېزابیت ویل کېږي او دا سوخت له معدې څخه غذایي نلونو ته داخلېږي، چې بیا د درد سبب کېږي.

اوسمهال چې د ژمي موسم جریان لري، انسانان د نور وخت په پرتله له ډېرې لوږې سره مخ کېږي، چې بیا ډېر خوراک کول د معدې لپاره ښه نه وي او د تېزابیت په ګډون د ټوخي او د ساه اړوند ستونزې هم رامنځته کوي. نو راځئ چې د درملنې په اړه یې یو لړ اقدامات وکړو.

درملنه:

  • ادرک چې په ډېرو ناروغیو کې د درملو په توګه استعمالېږي د معدې لپاره هم ګټور وي. یعنې د ادرکو په استعمال سره بدهضمي له منځه ځي، خو که د شین چای سره وکارول شي، نو د تېزابیت ستونزه هم حل کوي.

  • ګوړه هم د سینې د سوخت او تېزابیت لپاره ګټوره وي. ویل کېږي چې په ګوړه کې په زیاته اندازه میګنیزیم شتون لري، چې هصم ته پیاوړتیا ورکوي او د تېزابیت مخنیوی کوي.

کوم توکي یا شیان باید استعمال نه شي:

هغه کسان چې د معدې تېزابیت لري، ژر نه هضمېدونکي خواړه دې نه خوري او یخو څښاکو دې ډډه وکړي، ځکه چې یخ څښاک د معدې د مختلفو ګیسونو د راټولو سبب کېږي. دغه راز د سترس له کورنۍ لکه د لېمو او سنګترې څخه ډډه وشي، ځکه چې تروشې مېوې هم د معدې تېزابیت رامنځته کوي او د کافي استعمال هم د معدې د تېزابیت لپاره تحریک کوونکې ګڼل کېږي.

بله خوا ځینې نور توکي هم په ګوته شوي، چې په استعمال سره د معدې اړوند ستونزې حل مومي، چې عبارت دي له شاتو، کېلې، پرته له غوړو غوښه، بادام، لوبیا او غلې دانې.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …