کورپاڼه / روغتيا / د قبض د مخنیوي لپاره له کومو توکو ډډه وکړو؟

د قبض د مخنیوي لپاره له کومو توکو ډډه وکړو؟

قبض چې له عامو ناروغیو څخه شمېرل کېږي، چې د نارینه وو په پرتله یې ښځینه ډېرې ښکار وي. دغه راز د قبض د ناروغۍ پرمهال ډېر لږ د حاجت د رفع کولو اړتیا وي یاهم په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې د حاجت د رفع کولو لپاره اړتیا لېدل کېږي. د سیدتي اخبار د راپور له مخې ویل کېږي چې د قبض ناروغي بېلابېل سببونه لري، چې ځینې یې عبارت دي له د لږو فایبرو لرونکي خواړه، کم بدني فعالیتونه، تر ډېره ناسته، فشار او ځینې نور بدني فعالیتونه. دا چې څنګه د قبض لع ناروغۍ وژغورل شو، دلته به یې ولولو.

ډېر فایبر لرونکي خواړه:

ویل کېږي چې د مېوو او سبو ډېر استعمال د قبض په مخنیوي کې ګټور وي. دغه راز غلې دانې هم له فایبرو څخه ډکې وي چې ډېر استعمال یې ګټور تمامېږي او د اوبو کارول هم ورته اغېزمن تمامېږي.

له اته ډوله خوراکي توکو څخه ډډه وکړئ:

که چېرته د قبض د ناروغۍ خطر احساس کړئ، نو د خپلو خوراکي توکو اندازه لږه کړئ. یعنې له ورېژو، شنو کېلو، شنې لوبیا، غوړ لرونکي توکي، سره کړي خواړه، وازده، چای او له چاکلیټو جوړ شوي توکي کم وکاروئ.

چاکلیټ:

هغه چاکلیټ چې له شېدو څخه لاسته راغلي وي، ډېر استعمال یې د قبض لامل ګرځي، خو هغه چاکلیټ چې د کوپرې څخه لاسته راځي ورته ګټور وي.

له غوړیو ډډه وکړئ:

ویل کېږي هغه توکي چې ډېر غوړ لري یاهم په غوړیو کې سره شوي وي، د قبص سبب کېدلی شي، نو کوښښ وکړئ چې له داسې توکو څخه ډډه وکړئ.

سپینې ورېژې:

سپینې ورېژې هم د قبض په سختولو کې اغېزمنې و، نو کوښښ وکړئ چې د فایبرو څخه ډکې غلې دانې استعمال کړئ.

بیسکیټ:

ویل کېږي چې بیسکیټ هم د قبص سبب کېدلی شي، په ځانګړي توګه هغه بیسکیټ چې له خرابو غوړیو څخه تیار شوي وي.

چای:

چای هم د قبض له لاملونو څخه یو ګڼل کېږي، ویل کېږي چې په چایو کې موجود ټینین د کولمو لارې کمزوري کوي، جې د قبض د قبض سبب کېږي.

کېله:

کېله هم د قبض د رامنځته کوونکو څخه ده، چې ددې په وسیله هم د کولمو لارې کمزوري کېږي او د قبض سبب کېږي.

پخې شوې ګازرې:

پخې شوې ګازرې هم د قبض لامل کېدلی شي، خو خامې ګازرې یې بیا اغېزمنه درملنه کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …