کورپاڼه / روغتيا / آیا لېمو مو د پوستکي د ښکلا سبب کېدلی شي؟

آیا لېمو مو د پوستکي د ښکلا سبب کېدلی شي؟

لېمو چې له ګڼو طبیعي توکو څخه یې جوړښت موندلی، په جوړښت کې یې ډېر ویټامینونه شتون لري چې د پوستکي لپاره ګټور وي او په استعمال سره یې پوستکی له دانو او داغونو څخه خلاصون مومي او د تازه کېدو سبب یې جوړېږي. نو راځئ چې په دې اړه ځینې ترکیبونه او لارې چارې زده کړو، ترڅو مو پوستکی ښکلی او تازه واوسي.

پوستکی له تورو داغونو څخه پاکول:

ډېرې میرمنې د پوستکي یاهم د مخ له داغونو سر ټکوي، خو موږ بیا دا ډول میرمنو ته د لېمو د استعمال لارښوونه کوو، ځکه چې د لېمو په جوړښت کې داسې توکي وجود لري، چې په سبب یې د پوستکي داغونه خاتمه مومي او د سترګې حلقې له منځه وړي.

طریقه:

  • له لېمو پوستکی وباسئ او و یې زبېښئ، چې یوه کاچوغه جوس ورځنې تیار شي.

  • د لېمو په جوسو کې څلور څاڅکي اوبه ور واچوئ.

  • دوه کاچوغې مستې ور ګډې کړئ.

پورتني ټول توکي به سره ګډ کړئ او له ۲۵ دقیقو څخه تر یوه ساعته یې پر مخ ووهئ او وروسته یې په مالوچو پاک کړئ.

د پوستکي د ښکلا لپاره:

لکه څنګه چې د پوستکي د ښکلا لپاره لېمو د غوره ځانګړتیاوو لرونکی دی، نو راځئ چې طریقه یې زده کړو.

  • د تلو په نوم تېل ۳۰ ملي لیتره

  • د لېمو اوبه شل څاڅکي

دا دواړه توکي به سره ګډ کړئ او په یو داسې بوتل کې یې واچوئ چې د لمر له وړانګو خوندي وي او هره ورځ یې پرمخ ووهئ. دغه راز د روغتیایي کارپوهانو لخوا د پوستکي د ښکلا په اړه لارښوونه کېږي، ترڅو اړوند کریم استعمال کړو.

د داغونو له منځه وړل:

ټول ځوانان هلکان او نجونې د مخ د داغونو په سبب له پرېشانۍ سره مخ کېږي، ځکه چې د مخ داغونه یې د بدرنګوالي یو لوی لامل ګرځي. خو د لېمو اوبه بیا ورته ګټورې تمامېږي، ځکه چې لېمو د انټي سیپټیک او انټي بکټریا ځانګړتیا لري او هغه برخې چې غوړ لري د لېمو اوبه ورته اغېزمنې تمامېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د ای سي (AC) اوه (۷) تاوانونه

ای سي د نوي دور له لویو اسانتیاوو څخه یوه اسانتیا ده، که چېرته د …