د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) ٢٠٢١ کال پړاو لپاره ټولو لوبډلو ساتل شوي او ليرې شوي لوبغاړي اعلان کړل.
د هند کرکټ بورډ له لوري نن وروستۍ نېټه لوبډلو ته ورکړل شوې وه، چې خپل ريټېنډ او ريليزډ لوبغاړي دې له دوى سره شريک کړي.
په دې برخه کې سنرايزرز حېدراباد لوبډلې هم ځينې لوبغاړي له لوبډلې ليرې کړي دي او ډېر يې ساتلي دي، چې پکې د افغانستان راشد خان او محمد نبي هم يادې لوبډلې له ځان سره ساتلي دي.
هغه لوبغاړي چې حېدراباد له ځان سره ساتلي دي، په هغوى کې کين ويليمسن، ډيويډ وارنر، منيش پانډى، ويراټ سينګ، پريام ګرګ، عبدالصمد، بوينشور کمار، خليل احمد، سنديپ شرما، سدهارت کول، ټي ناټاراجن، ابيشيک شرما، شهباز نديم، مچل مارش، ويجى شنکر، محمد نبي، راشد خان، جوني بيريسټو، وريديمان ساها، شريواتس ګوسوامي، باسل تامپي او جېسن هولډر شامل دي.
هغه لوبغاړي چې حېدراباد لوبډلې د راتلونکي پړاو لپاره له خپلې لوبډلې ليرې کړې دي، په هغوى کې بيلي سټانليک، فابين الين، سنجى يادو، بي سنديپ او يارا پريتوي راج شامل دي.
د دې لوبغاړو د ليرې کولو وروسته سنرايزرز حېدراباد د ١٠.٧٥ کروړه روپۍ لري، چې په دې کولاى شي نور لوبغاړي واخلي.