کورپاڼه / روغتيا / د ماشومانو زېږېدنه د میندو خوب اغېزمنوي که د پلرونو؟

د ماشومانو زېږېدنه د میندو خوب اغېزمنوي که د پلرونو؟

د ماشوم له زېږېدو وروسته یې د مور او پلار یاهم د ښځې او خاوند خوب تر اغېزو لاندې راځي، چې بیا دغه اغېزې له پلار څخه پر مور ډېرې پرېوځي. دا څرګندونې په کاناډا کې د یوې ترسره شوې له مخې روغتیایي کارپوهان کړي دي.

د میک ګل د پوهنتون له ترسره شوو څېړنو له مخې ویل کېږي، چې له یو څخه د ډېرو ماشومانو زېږېدنه د مور خوب تر اغېزو لاندې راولي، خو د ماشومان تعداد یا شمېر بیا د پلرونو په خوب او معیار کوم اغېز نه پرېباسي.

ویل کېږي چې په څېړنه کې ۱۱۱ هغه والدین یا مور او پلار تر څېړنې لاندې نېولي ول، چې درې میندې پکې په یوازې ځان د خپلو ماشومانو پالنه کوله. دغه څېړنه د سلیپ په نوم د یو څېړننېز روغتیایي ژورنال لخوا خپره شوې او له مخې یې ویل کېږي، چې دوی د څېړنې پرمهال تر دوو اوونیو پورې د څېړل شوو کسان خوب تر څارنې لاندې نېولی و.

هغه ښځې چې یوازې یې یو ماشوم درلود، د ښه خوب لرونکي وي، خو هغه ښځې چې له یو څخه یې ډېر ماشومان درلودل، خوبونه یې تر اغېزو لاندې راغلي ول. خو ددې هر څه سره سره بیاهم د پلرونو په خوبونو کې یې کوم اغېز نه و رامنځته شوی.

څېړونکو ویلي هغه ښځې چې د لومړي ځل لپاره میندې جوړېږي یاهم لومړنی ماشوم یې نړۍ ته راځي، د هغو ښځو په پرتله یې خوب ډېر اغېزمن و، چې ډېر ماشومان یې درلودل.

څېړونکي زیاتوي که چېرته د ماشوم ټوله پالنه او روزنه یوازې یې مور ته پرېښودل شي، چې بیا ډېرې ستونزې رامنځته کوي. خو اوسمهال څېړونکې په دې بوخت دي ترڅو د مور او پلار د خوب ترمنځ د توپیر په اړه ډېر توضیحات ورکړي او له مخې به یې معلومه کړي چې له یو ماشوم څخه د ډېرو ماشومانو زېږېدنه ولې د مور او پلار خوبونه اغېزمنوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې وینه مو پاکه او روغتیا مو ښه وي؟ دغه خوراکي توکی وکاروئ

ګوړه، د خوږو توکو له جملې څخه ګڼل کېږي او ګنیو څخه لاسته راځي او …