کورپاڼه / تجارتي ليګونه / اى پي ايل ٢٠٢١ کې به هم مهيندر سينګ دهوني د چيناى لوبډلمشر وي
مهيندرا سينګ دهوني

اى پي ايل ٢٠٢١ کې به هم مهيندر سينګ دهوني د چيناى لوبډلمشر وي

مهيندر سينګ دهوني به د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د ٢٠٢١ کال پړاو کې هم د چيناى سوپر کنګز لوبډلې لوبډلمشر وي.

تازه د چيناى لوبډلې د هغه لوبغاړو نوملړ خپور کړى دى، چې دوى له ځان سره ساتلي او همدا راز هغه لوبغاړي يې هم اعلان کړي دي، چې له ځان سره يې نه دي ساتلي.

مهيندر سينګ دهوني چې په اړه يې ويل کېدل، چې ښايي په راتلونکي پړاو سياليو کې د چيناى سوپر کنګز سره پاتې نه شي، خو اوس نوموړى له چيناى لوبډلې سره پاتې شوى او بيا به هم د دې لوبډلې لوبډلمشر وي.

هغه لوبغاړي چې چيناى سوپر کنګز له ځان سره ساتلي دي، په هغوى کې مهيندر سينګ دهوني، رويندرا جډيجا، سريش راينا، فاف ډوپليسي، سام کران، ډواين براوو، جوش هازلووډ، لونګي نګيدي، امباتي رايډو، کرن شرما، مچل سانتنر، شردل ټاکر، روټوراج ګايکواړ، اين جګاديسان، عمران طاهر، ديپک چاهار، کى ايم اصف او ار ساى کشور شامل دي.

هغه لوبغاړي چې چيناى له ځان سره نه دي ساتلي يا يې Released کړي دي، په هغوى کې پيوش چاوله، کيدار جادو، مرالي ويجى، هربجن سينګ، مونو کمار سينګ او شين واټسن شامل دي.

د يادولو وړ ده چې شين واټسن د تېر اى پي ايل پاى ته رسېدو وروسته له هر ډول کرکټ څخه استعفا اعلان کړې وه.

د مهيندر سينګ دهوني په مشرۍ په تېر اى پي ايل پړاو کې د چيناى سوپر کنګز لوبډله تر ټولو وروسته راغلې وه.

دا هم ولولئ

آیا په نړیوال جام د ځینو لوبغاړو له په زړه پورو نومونه سره اشنا یاست؟

د کرکټ نړیوالې شورا له لورې سږ کال په متحده عربي اماراتو او عمان کې …