کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ممبۍ انډينز لوبډلې لاسيت ملينګا له ځان سره ونه ساته
لاسيت ملينګا

ممبۍ انډينز لوبډلې لاسيت ملينګا له ځان سره ونه ساته

د ممبۍ انډينز لوبډلې د سريلانکا مخکښ توپ اچونکى لاسيت ملينګا له ځان سره ونه ساته او د راتلونکي پړاو سياليو لپاره يې له خپلې لوبډلې څخه ليرې کړ.

د هند تجارتي ليګ (اى پي ايل) د ٢٠٢١ کال پړاو لپاره ممبۍ انډينز خپل retained او released لوبغاړي اعلان کړل.

لاسيت ملينګا چې په تېر پړاو سياليو کې د ممبۍ انډينز لوبډله کې شامل و، خو د اى پي ايل تر پيلېدو څو ورځې مخکې يې په سياليو کې د برخې نه اخيستو اعلان وکړ او وې ويل چې د ځينو شخصي ستونزو له امله متحده عربي اماراتو ته نه ځي.

هغه لوبغاړي چې ممبۍ انډينز د راتلونکي پړاو لپاره له ځان سره ساتلي دي، په هغې کې روهيت شرما، سوريا کمار يادو، انمول پريت سينګ، کريس لين، سورب تيواري، داوال کلکرني، جسپريت بومرا، راهول چاهار، ټرينټ بولټ، محسن خان، هارديک پانډيا، جيانت يادو، کيرون پولارډ، کرونال پانډيا، انوکول راى، ايشان کشن، کوانټين ډي کوک او اديتيا تارى شامل دي.

هغه لوبغاړي چې ممبۍ انډينز له خپلې لوبډلې ليرې کړل، په هغوى کې لاسيت ملينګا، ناتن کولټر نيل، جېمس پيټنسن، شيرفان رودرفورډ، ډګ ويجى سينګ، پرينس بلونت راى او مچل مک کلينګن شامل دي.

د دې لوبغاړو تر اعلان وروسته ممبۍ انډينز لوبډله ١٥.٣٥ کروړه هندي روپۍ له ځان سره لري، چې پرې په بولۍ کې نور لوبغاړي واخلي.

د يادولو وړ ده چې په تېر اى پي ايل سياليو کې ممبۍ انډينز اتلولي خپله کړې وه، ممبۍ انډينز يوازينۍ لوبډله ده چې پنځه ځل يې د اى پي ايل اتلولي په خپل نوم کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان او اکشر پټيل

مجيب الرحمان هم د اکشر پټيل د توپ اچونې ستاينه وکړه

د هند کرکټ ملي لوبډلې توپ اچونکي اکشر پټيل د انګلستان پر وړاندې په دريمه …