شکېب الحسن د يو کلن بندېز پاى ته رسېدو وروسته په لومړي ځل د ويسټ انډيز پر وړاندې په لوبه کې ولوبېده، چې د ښه ځلېدو له امله يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه.
د ويسټ انډيز او بنګله دېش ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه په ډهاکه کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې بنګله دېش پچه وګټله او لومړى يې ويسټ انډيز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
ويسټ انډيز په ٣٢.٢ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ١٢٢ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيلي مايرس ٤٠ او روومان پاويل ٢٨ منډې ترلاسه کړې.
د بنګله دېش له لوري شکېب الحسن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې په ٧.٢ اورونو کې يې ٨ منډې ورکړې او ٤ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز حسن محمود ٣ او مستفيظ الرحمان ٢ لوبغاړي وسوځول.
د ١٢٣ منډو هدف د بنګله دېش لوبډلې په ٣٣.٥ اورونو کې د ٤ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٦ ويکټو په توپير يې په لومړۍ لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له لوري تميم اقبال ٤٤، شکيب الحسن ١٩ او مشفيق الرحيم هم ١٩ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري اکيل حسين ٣ او جېسن محمد ١ ويکټ واخيسته.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه شکېب الحسن ترلاسه کړه.
د بنګله دېش او ويسټ انډيز ترمنځ دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه به د جنورۍ په ٢٢مه نېټه په ډهاکه کې ترسره شي.