کورپاڼه / جالب / آیا فرعون هم رسامي کوله؟

آیا فرعون هم رسامي کوله؟

د لرغوني مصر پاچا فرعونیان که څه هم د بني اسرایلو، اهرامونو او د میمون په سبب ډېر شهرت لري، خو نن سبا په انټرنیټ د خپرې شوې تختې (د رنګ تختې) له مخې څرګندېږي، چې شاید فرعونیانو به په منظم ډول سره رسامي هم کوله. ویل کېږي چې دغه د رنګ تخته ۳۴۰۰ کال لرغوني او د فیل له غاښ څخه جوړه شوې، چې د شپږو رنګونو لپاره وړې وړې خانې لري. که څه هم دغه د رنګ تختې په ۱۹۲۳ کال د لارډ کارناروون لخوا موندل شوي وي، خو په ۱۹۲۶ کال کې د نیویارک د Metropolitan Museum of Art لخوا واخیستل شوه، چې اوسمهال هم همالته ساتل شوې ده.

راپورونه وایي چې ددې تختې ارزښت یوازې په دې کې نه دي، چې ذکر شوې تخته هماغسې روغه پاتې شوې، بلکې ور پکې موجود رنګ هم په هماغه حالت پاتې شوی او پر تخته د مصر په تصویري خط سره دوه نومونه (ایمنهوتپ سوم او نبماتري) او د ري مینوال په نوم عبارت موجود دی.

ویل کېږي چې فرعون ایمنهوتپ سوم له ۱۳۹۰ څخه تر ۱۳۵۲ قبل میلاد پورې په مصر باندې واکمن و، چې په اړه یې ویل کېږي چې نوموړي د رسامۍ سربېره نور فنونو سره هم مینه درلودل. لکه څنګه چې دغه تخته د همدې دور څخه شمېرل کېږي او د ایمنهوتپ نوم هم پرې لیکل شوی، په اړه یې پوښتنه پیدا کېږي چې آیا ایمنهوتپ پخپله رسامي کوله او که په دربار کې یې کوم رسام شتون درلود؟

بله خوا ویل کېږي چې د هماغې زمانې یوه بله تخته هم په Metropolitan Museum of Art کې ساتل شوي، چې یو څه خرابه او د لږ قیمت لرونکي ګڼل کېږي، چې د ایمنموپت یو نوم هم پرې لیکل شوی.

دا او دې ته ورته لرغونی اثار څرګندوي چې د مصر ټول فرعونیان نه، خو لږو فرعونیانو پاچاهانو له ښکلو هنرونو سره مینه لرله او دا امکان هم شته چې دوی به پخپله هم د رسامۍ هنر درلود.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …