کورپاڼه / جالب / دې ښځې له ٣٠ کلونو راهيسې د پښو او لاسونو نوکان نه دي غوڅ کړي
اوږده نوکان لرونکې ښځه

دې ښځې له ٣٠ کلونو راهيسې د پښو او لاسونو نوکان نه دي غوڅ کړي

په ټوله نړۍ کې ځينې داسې خلک هم شته دي چې ډېر جالب شوقونه لري، چې د خپلو شوقونو له لوري تر ډېره يې خلک هم پېژني، همداسې يوه ښځه نن درپېژنو، چې د هغې جالب شوق په ټوله نړۍ کې مشهوره کړې ده.

د امريکا اوسېدونکي لويس هولس د نوکانو اوږدولو دومره زيات شوق لري، چې دې شوق د هغې نوم په نړۍ کې د اوږدو نوکانو لرونکو ښځو ليسټ کې شامل کړ.

لويس هولس په ١٩٨٢ کال کې د خپلو لاسونو او پښو نوکانو اوږدول پيل کړي دي، تراوسه پورې يې نوکان نه دي غوڅ کړي.

په ٢٠١١ کال کې چې د دغه امريکايۍ ښځې د دواړو پښو د نوکانو اوږدوالى کتل شوى و، نو هغه ٢٢٠.٨ سينټي ميټر اوږده و.

د اوږدو نوکانو له امله دا امريکايۍ ښځه ډېر کم سينډل يا چپلکې په پښو کوي او که چېرته دا په پښو کوي هم، نو داسې چپلکې سينډل يې جوړ کړي دي، چې مخه يې خلاصه وي، تر څو نوکانو ته يې تکليف ونه رسېږي.

دا هم ولولئ

د وېروونکې څېرې جوړونکی مجرم ونېول شو

پولیسو د نړۍ ترټولو وېروونکی تورن شخص، چې هر وخت د خپلې څېرې شکل بدلوي، …