کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کنګز اليون پنجاب لوبډلې مجيب الرحمان پرېښود

کنګز اليون پنجاب لوبډلې مجيب الرحمان پرېښود

د کنګز اليون پنجاب لوبډلې ٣ کاله وروسته مجيب الرحمان په خپله لوبډله کې ونه ساته او هغه يې پرېښود.

مجيب الرحمان چې له درې کلونو راهيسې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې سره لوبېده، خو په تېر پړاو کې هغه ته يوازې په ٢ لوبو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوى و.

کنګز اليون پنجاب تازه د راتلونکي پړاو لپاره د ساتلو او پرېښودلو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې مجيب الرحمان يې د راتلونکي پړاو لپاره له ځان سره نه دى ساتلى.

هغه لوبغاړي چې کنګز اليون پنجاب له ځان سره ساتلي دي، په هغې کې کى ايل راهول، کريس ګيل، ماينک اګروال، سرفراز خان، منديپ سينګ، ايشان پوريل، روي بشنويي، محمد شامي، ارشديپ سينګ، ايم اشوين، هرپريت برار، درشن نالکانډى، کريس جورډن، ديپک هوډا، نيکولاس پوران او پراب سمرن سينګ شامل دي.

هغه لوبغاړي چې کنګز اليون پنجاب لوبډلې پرېښودل، په هغې کې ګلين ميکسويل، شيلډون کوټريل، کى ګوتم، مجيب الرحمان، جيمي نيشام، هاردس ويلجوين، کرن ناير، جى سوچيت او تاجيندر سينګ ډيلون شامل دي.

د کنګز اليون پنجاب لوبډله ٥٣.٢ کروړه هندي روپۍ لري، چې په بولۍ کې نور لوبغاړي واخلي.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان د شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو دويم غوره توپ اچونکى دى، چې په بيګ باش کې هم ځلېدلى دى، خو په تېر پړاو کې هغه ته په ډېرو لوبو کې چانس ورنکړل شو او اوس کنګز اليون پنجاب لوبډلې هغه له ځان سره هم ونه ساته.

دا هم ولولئ

ویسټ انډیز خپله دویمه سویلي افریقا ته وبایلله

د تېر شل اوریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز په روان نړیوال جام کې …