کورپاڼه / بېلا بېل / حريم شاه د مفتي عبدالقوي يوه بله غېر اخلاقي ويډيو خپره کړه
حريم شاه او مفتي قوي

حريم شاه د مفتي عبدالقوي يوه بله غېر اخلاقي ويډيو خپره کړه

د پاکستان د ټک ټاک مشهورې ستورې تېره ورځ د بول ټلويزيون په خپرونه کې د مفتي عبدالقوي هغه خبرې له خلکو سره شريکې کړې، چې مفتي عبدالقوي ورته کړې وې.

تازه حريم شاه يوه بله ويډيو هم په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده، چې مفتي عبدالقوي ترې د شپې تېرولو غوښتنه کوي.

په دې ويډيو کې حريم شاه له مفتي عبدالقوي سره په ويډيويي بڼه په موبايل کې خبرې کوي او هغه ورته وايي، چې زه ستا خپرونې ته درځم، خو د سهار تر اذانه پورې له ماسره يې او له هغه وروسته به بيا ځې.


حريم شاه چې په موټر کې روانه ده او له مفتي عبدالقوي سره خبرې کوي، هغه ورته وايي، چې ژبه راوباسه او بيا له هغه ځايه په انلاين بڼه هڅه کوي چې مچو يې کړي.

حريم شاه دوه ورځې وړاندې د مفتي عبدالقوي يوه ويډيو خپره کړې وه، چې هغه پکې مفتي عبدالقوي ته څپېړه ورکوي. د دې ويډيو له خپرېدو وروسته د دواړو په اړه په ټولنيزو رسنيو کې بحثونه پيل شو.

حريم شاه له بول نيوز سره په خپله مرکه کې وويل، چې په کراچۍ کې د يو ټلويزيون لپاره يوه خپرونه کوي او د همدغه خپرونې لپاره يې مفتي عبدالقوي ورغوښتى و، چې د تګ راتګ ټکټ او نغدې پېسې يې هم ورته ورکړې وې او هغه ترې د نور څه غوښتنه هم کوله.

نوموړې وايي، چې مفتي عبدالقوي څه وخت مخکې په يوه خپرونه کې ويلي و، چې له حريم شاه سره مې نکاح کړې ده، په داسې حال کې چې ما تر هغه وخته پورې مفتي عبدالقوي نه و ليدلى او له همدې امله مې غوښتل، چې د هغه پر وړاندې ټول ثبوتونه ريکارډ کړم او خپل بدل ترې واخلم.

Loading...

دا هم ولولئ

مرګ ته نږدې اشخاص څه ډول احساسات تجربه کوي؟

د ساینسپوهانو لخوا په دوامداره توګه ددې هڅه کېږي، ترڅو دوی پوه شي چې مرګ …