کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لسيت ملينګا له تجارتي ليګونو استعفا ورکوي
لاسيت ملينګا

لسيت ملينګا له تجارتي ليګونو استعفا ورکوي

په اى پي ايل کې د ممبۍ انډينز يو مهم توپ اچونکى لسيت ملينګا پرېکړه کړې ده چې نور له تجارتي ليګونو څخه استعفا ورکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وېنا، د سريلانکا چټک توپ اچونکي لسيت ملينګا د همدې مياشتې په پيل کې د ممبۍ انډينز لوبډلې مسوولينو ته پېغام ورکړى و، چې هغه نور نه غواړي د اى پي ايل برخه پاتې شي، نو ځکه نوموړى د ممبۍ انډينز په ساتل شويو لوبغاړو کې هم نشته.

د ممبۍ انډينز لوبډلې نن له ځان سره د ساتل شويو او پرېښودل شويو لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې د لسيت ملينګا نوم هم په پرېښودل شويو لوبغاړو کې شامل و.

د ممبۍ انډينز لوبډلې مالک اکاش امباني په يوه خبرپاڼه کې ويلي دي، چې لسيت ملينګا له تېرو ١٢ کلونو راهيسې د ممبۍ انډينز لوبډلې سره و، موږ د هغه پرېکړې ته احترام لرو، که څه هم موږ غوښتل چې د راتلونکو پنځه کلونو لپاره زموږ سره پاتې شي.

هغه زياتوي، ملينګا د ممبۍ انډينز لوبډلې يو ليجينډ لوبغاړى و، هغه د ممبۍ لپاره ډېرې ښې لوبې ترسره کړې دي او موږ به يې هېڅ کله هېر نه کړو. موږ به هيله وکړو، چې په راتلونکې کې هم د دې لوبډلې سره په نورو برخو کې کار وکړي.

په راپور کې ويل شوي دي، چې لسيت ملينګا وايي، چې له کورنۍ سره تر مشورې وروسته يې پرېکړه کړې ده، چې دا سهي وخت دى چې له هر ډول تجارتي ليګونو څخه نوره استعفا ورکړم.

نوموړي همدا راز د ممبۍ انډينز لوبډلې مالک څخه مننه هم کړې ده، چې ١٢ کاله يې د ممبۍ انډينز لوبډلې سره لوبې ترسره کړي دي. هغه وايي، ممبۍ انډينز د کورنۍ د غړي په توګه چلند راسره کړى دى، په هر حالت کې يې زما سل سلنه ملاتړ کړى دى، زه د اکاش امباني او د ممبۍ انډينز د ټولو مسوولينو او لوبغاړو څخه مننه کوم.

د يادولو وړ ده چې لسيت ملينګا په تېر اى پي ايل کې هم برخه نه وه اخيستې او ويلي يې و، چې د شخصي ستونزو له امله نه شي کولاى په متحده عربي اماراتو کې د اى پي ايل سياليو کې برخه واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …