کورپاڼه / سياست او روانې چارې / جو بايډن د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، ټرمپ د لوړې مراسمو کې ګډون ونکړ
جو بايډن

جو بايډن د امريکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، ټرمپ د لوړې مراسمو کې ګډون ونکړ

د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن د ١٤٦م ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د لوړې مراسم په کيپيټل هل کې ترسره شو، چې پيل يې مشهورې سندرغاړې لېډي ګاګا د امريکا د ملي سرود په ويلو سره وکړ او د امريکا تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون ونکړ. دا په ١٥٠ کلونو کې لومړى ځل دى چې د ولسمشرۍ مودې ختمېدو وروسته د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې تېر ولسمشر ګډون نه کوي.

د امريکا د ولسمشرۍ د لوړې مراسمو کې تېر ولسمشر ګډون کوي. د ټرمپ مرستيال ولسمشر مايک پينس او نورو کسانو په دې مراسمو کې ګډون کړى.

جو بايډن ١

جو بايډن د امريکا ١٤٦مه ولسمشر شو، چې پخوانى ارمان يې پوره شو، دا د جو بايډن دريمه هڅه وه چې هغه پکې د امريکا د ولسمشر په توګه بريالى شو.

جو بايډن تر دې مخکې په ١٩٨٧ کال او په ٢٠٠٨ کال کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو ته هم نوماند و.

کملا هاريس

د لوړې په مراسمو کې کملا هاريس د امريکا په تاريخ کې په لومړي ځل د مرستيالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه. د کملا هاريس پلار د جميکا او مور يې د هند اوسېدونکې ده.

د لوړې مراسمو لپاره په واشينګټن کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي او تر ٢٥ زره زيات امنيتي ګاردان د امنيت لپاره ګمارل شوي.

دا هم ولولئ

حامد کرزی

حامد کرزي د تـا لـیـبـا نـو د رسمیت لپاره ورته سپینې سپینې وویلې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ا.ا د نړیوال مشروعیت لپاره هغوی ته سپینې …