کورپاڼه / هنر او کلتور / اريانا سعيد: ولسمشره مبارک شه، خو افغانستان او د ښځو حقونه مه هېروه
اريانا سعيد او جو بايډن

اريانا سعيد: ولسمشره مبارک شه، خو افغانستان او د ښځو حقونه مه هېروه

د امريکا نوي ولسمشر جو بايډن تېره ورځ په کپيټل هل کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او دا امريکا په تاريخ کې په لومړي ځل کملا هاريس د هغې د مرستيالې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

جو بايډن ته د امريکا د نوي ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د نړۍ د ډېرى هېوادونو څخه مبارکۍ ورروانې دي، چې په دې لړ کې اريانا سعيد هم مبارکي ورکړې ده.

د هېواد مشهورې سندرغاړې او د ښځو د حقوقو مدافع اريانا سعيد د جو بايډن يو عکس په خپله رسمي فېسبوکپاڼه کې خپور کړى دى او هغه ته يې د ولسمشر ټاکل کېدو باندې مبارکي ويلې ده.

خو اريانا سعيد له جو بايډن څخه غوښتنه هم کړې ده او ليکلي يې دي، چې لطفاً افغانستان او په افغانستان کې بيا د ښځو حقوق هېر نه کړي.

اريانا سعيد د جو بايډڼ په اړه

جو بايډن د امريکا ٤٦م ولسمشر دى، خو په ١٥٠ کلن تاريخ کې په لومړي ځل داسې يو کار وشو، چې تېر ولسمشر د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون ونه کړ.

تېر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جو بايډن د لوړې مراسمو څخه مخکې سپينه ماڼۍ پرېښوده او له واشينګټن څخه فلوريډا ته لاړ.

Loading...

دا هم ولولئ

کنګنا رناوت

د هند يوې محکمې د مشهورې هنرمندې کنګنا رناوت د نيولو امر کړى

د هند د مشهور شاعر او سندرو ليکونکي جاوېد اختر د سپکاوي په تور د …