کورپاڼه / ليکنې / ولې د عربو اوسېدونکي چلتار په سروي، سبب یې څه دی؟

ولې د عربو اوسېدونکي چلتار په سروي، سبب یې څه دی؟

د منځني ختیځ هیوادونه اوسمهال د ټیکنالوژۍ په دې روان دور کې تقریباً ډېر مخ په پورته روان دي، خو ددې هر څه سره سره بیا هم ددې هیوادونو اوسیدونکي ویاړلي او میلمه پاله خلک دي او خپل زاړه روایتونه یې .تراوسه ژوندي ساتلي

پورته مو د روایتونو ذکر وکړو، نو راځئ چې نن ورځ د عربو د یو روایت چې موږ یې چلتار بولو، په اړه خبرې وکړو. ویل کېږي چې عموماً چلتار د پګړۍ په ډول سره تړل کېږي، خو پوښتنه داده چې دوی ولې چلتار په سروي، سبب یې څه دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې ډېری کسان په دې نظر دي، لکه څنګه چې عربي هیوادونه په ځانګړي ډول عربستان ډېرې ګرمې دښتې لري، نو ددې لپاره چې دوی د لمر له وړانګو وساتل شي، چلتار په سروي. خو ځینې یې بیا د عربو ډېر پخوانی رواج ګڼي.

تاسې به لېدلي وي چې د عربانو په سر چلتار دومره په کلکه توګه سره تړل شوي، چې آن د منډې په صورت کې یې هم له سره نه لوېږي، ددې علت دادی چې دوی له یوې تورې رسۍ چې له هډوکي څخه لاسته راغلي؛ ګټه اخلي. دلته یوه بله پوښتنه پیدا کېږي، چې دا په عربو کې کله رامنځته شو؟ په دې اړه مختلف نظرونه شتون لري، څوک وایي چې دغه دود ډېر پخوا په عربو کې رامنځته شوی، خو بیا بله ډله وایي چې چلتار څو لسیزې دمخه په عربو کې رامنځته شوی. بله خوا د سعودي عربستان یو سوداګر کریم العثبیي، چې د رختونو سوداګري کوي، وایي چې په عربو کې د چلتار په سرول اوسمهال یو سټایل ګرځېدل، چې زیاتره یې سپین رنګ لري او په توره رسۍ سره تړل شوی وي.

دغه راز ویل کېږي چلتار په عربي هیوادونو کې په بېلابېلو ډیزاینونو او سایزونو سره موندل کېږي. یعنې که چېرته یې په ورځني ډول سره په سروئ، نو د کاټن له رخت څخه د جوړ شوي چلتار څخه ګټه واخلئ او بیې یې هم په بېلابېلو رختونو پورې اړه لري.

Loading...

دا هم ولولئ

ښځه او خاوند

د نارینه وو هغه عادتونه چې ښځې ترې ډېر بد وړي

نارینه ځینې داسې عادتونه لري چې ښځې ور څخه بد وړي، چې د دا ډول …