کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / افغانستان او ايرلېنډ نن په مېدان کې مخامخ کېږي
افغانستان او ايرلېنډ (2)

افغانستان او ايرلېنډ نن په مېدان کې مخامخ کېږي

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ نن د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو په ابوظهبي کې ترسره کېږي. دا لوبه د افغانستان په وخت ١٠:٣٠ بجې په شېخ زېد کرکټ لوبغالي کې پيلېږي، چې د ملي سپورټ ټلويزيون څخه به په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

افغانستان ٤٣٦ ورځې وروسته نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره کوي، وروستۍ لوبه يې د ٢٠١٩ کال په نومبر مياشت کې له ويسټ انډيز سره ترسره کړې وه.

همدا راز افغانستان وروستۍ نړيواله لوبه (نړيواله شل اوريزه لوبه) د ٢٠٢٠ کال په مارچ مياشت کې له ايرلېنډ سره ترسره کړې وه او شاوخوا ١٠ مياشتې وروسته يو ځل بيا له ايرلېنډ سره لوبېږي.

افغانستان او ايرلېنډ تراوسه پورې ټولې ٢٧ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې په ١٣ کې افغانستان او ١٣ کې ايرلېنډ بريا خپله کړې او ١ لوبه بې پايلې پاى ته رسېدلې ده.

که د دواړو لوبډلو ترمنځ د وروستيو پنځه لوبو خبره وشي، نو په وروستيو پنځه لوبو کې افغانستان ٢ او ايرلېنډ ٣ برياوې خپلې کړې دي.

دا سيالۍ چې د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېږي، راتلونکي نړيوال جام ته د لارموندنې يا سوپر ليګ برخه دي.

Loading...

دا هم ولولئ

احسان الله جنت او راهول ډريويډ

شفيق ستانکزى: راهول ډريويډ ويل چې د احسان جنت توپوهنې ته به خاص راکوزېدم

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اجراييوي رييس شفيق ستانکزى وايي، چې د هند ملي …