کورپاڼه / روغتيا / د پوستکي د خارښت او بُخار سببونه څه دي؟

د پوستکي د خارښت او بُخار سببونه څه دي؟

ویل کېږي د پوستکي خارښت چې یوه ځورونکې ستونزه ده، چې عموماً د پوستکي په پاسنۍ برخه رامنځته کېږي، چې بیا وړې سرې دانې هم رامنځته کېږي او د پوستکي د خارښت سبب ګرځي. که څه هم ذکر شوې ستونزه یوه عامه ناروغۍ ګڼل کېږي، خو ځینې وختونه د نورو ناروغیو له نښو، نښانو څخه شمېرل کېږي. ویل کېږي چې دا ډول ستونزې په عموم کې د وینې د خرابېدو یاهم د معدې د ګرمښت په سبب رامنځته کېږي، خو ځینې وختونه یې بیا سببونه نه څرګندېږي.

د سیدتي اخبار د یو راپور له مخې چې د یوې څېړنې په پایله کې یې خپور کړی، چې د پوستکي خارښت یا بُخار له ۱۵ څخه تر ۲۰ سلنه خلکو کې په ټول ژوند کې یو ځل څرګندېږي، خو ښځینه بیا ډېرې له دا ډول ستونزو سره مخ کېږي. دغه راز ماشومان او ځوانان هم تر اغېز لاندې راولي او هغه کسان له ۲۰ څخه تر ۴۰ کلونو پورې عمر لري، هم له دې ناروغۍ څخه خوندي نه وي. ویل کېږي که چېرته دا ډول حالت تر شپږو اوونیو پورې دوام وکړو یاهم له دې څخه یې ډېر وخت ونیو، نو بیا ورته همیشنۍ ناروغي ویل کېږي، راځئ چې نن ورځ یې ځینې سببونه ولولو.

د همیشني بُخار د حساسیت تشخیص:

ډېری وخت د همیشني بُخار د حساسیت سببونه معلومول ستونزمن وي او ددې معلومات نه کېږي چې پوستکی ولې د بُخار سره مخامخ شوی، خو د ناروغ حالت په کتو او د ځینو معایناتو په کولو یې سببونه څرګندېدلی شي.

د همیشني بُخار د حساسیت درملنه:

لومړی د همیشني بُخار علت معلومول اړین وي، ځکه چې ډېری وخت د حساسیت په سبب نه رامنځته کېږي. د ډاکترانو د وینا له مخې ویل کېږي چې ددې ستونزې یو ښه او اغېزمن علاج یا درملنه لري، چې له تشخیص وروسته یې په څو طریقو سره له منځه وړلی شي.

دوی وایې چې د اسپرین، نان سټراویډل انټي انفلیمیټري ډرګ او د کوډین په مرسته یې درملنه کېدلی شي. دغه راز دا خبره هم اړینه ده چې خپل بدن له ډېرې یخنۍ او ګرمۍ څخه خوندي وساتو.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …