د سويلي افريقا او پاکستان د ښځينه لوبډلو ترمنځ پرون لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ترسره شوه، چې سويلي افريقا د ٣ منډو په توپير بريا خپله کړه.
دا لوبه چې په ډربن کې پرون ترسره شوه، د پاکستان ښځينه لوبډلې پچه وګټله او لومړى يې د سويلي افريقا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د سويلي افريقا ښځينه لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٠٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې مريزان کېپ ٤٧، لارا ولوارډت ٤٠ او ميګنن ډو پريز ٢٩ منډې ترلاسه کړې.
د پاکستان له لوري ډيانا بېګ ٣، ندا ډار او نشرو ساندهو ٢-٢ لوبغاړې وسوځولې.
د پاکستان ښځينه لوبډلې د ٢٠١ منډو هدف په تعقيب کې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٩٧ منډې وکړې او د ٣ منډو په توپير يې په لوبه کې ماتې وخوړه.
د دوى له لوري ندا ډار ٥٩ ناسوځېدلې، عميمه سهيل ٣٧ او ډيانا بېګ ٣٥ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري شبنم اسماعيل ٣ لوبغاړې وسوځولې.
د لوبې د غوره لوبغاړې جايزه شبنم اسماعيل ته ورکړل شوه.
د پاکستان او سويلي افريقا ښځينه لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو دويمه لوبه به د جنورۍ په ٢٣مه نېټه په ډربن کې ترسره شي.