کورپاڼه / روغتيا / اوبه چې یو ډول طبیعي درمل دي، څنګه یې له ضایع کېدو وساتو؟

اوبه چې یو ډول طبیعي درمل دي، څنګه یې له ضایع کېدو وساتو؟

ویل کېږي هغه مرکب چې د ځمکې پرمخ په ډېرې آسانۍ سره موندل کېږي او کارونه یې هم له نورو مرکبونو څخه ډېره ده، هغه اوبه دي چې نه یې خوند شته او نه هم کوم بوی لري. دغه نوموړی مرکب زموږ د لمریز نظام څخه د باندې په نورو سیارو کې هم موندل کېږي. ویل کېږي که چېرته اوبه په لږه اندازه وي، نو بې رنګه ښکاري، خو که چېرته یې اندازه ډېره شي نو په نیلي رنګ سره څرګندېږي، چې همدا د اوبو اصلي رنګ ګڼل کېږي.

اوبه له کوم ځایه راځي؟

عموم د ځمکې پرمخ بهیدونکې اوبه ترلاسه کېږي، چې د انسانانو په ګډون د نباتاتو او حیواناتو لپاره هم د استعمال وړ ګرځي. ویل کېږي کله چې د اوبو بُخار په ګاز سره بدل شي، نو په همدې ډول اوبه له یو ځای څخه بل ځای ته انتقال مومي.

د بندونو درد کموي:

ویل کېږي چې د ملا د تیر په بندونو کې تقریباً اتیا سلنه اوبه وي، چې کمښت یې د بندونو درد رامنځته کولی شي، نو که چېرته په مناسبه توګه اوبه استعمال نو له دې ستونزې څخه خلاصون موندلی شو.

لیاړې او بلغم جوړوي:

د خولې لیاړې د نورو ګټو سربېره د هضم په مرحله کې هم مرستندویه تمامېږي. دغه راز اوبه د سترګو، خولې او د پوزې د نمجن کېدو سبب هم کېږي او د غاښونو لپاره ګټور وي.

اکسیجن:

په وینه کې تقریباً له نوي سلنو څخه ډېرې اوبه وي، چې په مرسته یې د بدن ټولو برخو ته اکسیجن رسېږي.

د پوستکي ښکلا:

په بدن کې د اوبو د کمښت په سبب پوستکی خرابېږي او د ګونځي کېدو سبب یې کېږي، خو د اوبو شتون بیا د پوستکي د ښکلا په ساتلو کې مرستندویه تمامېږي.

د بدن تودوخه برابره ساتي:

د پوستکي په منځنیو برخو کې اوبه ذخیره کېږي او کله چې بدن ګرم شي نو د خولې په شکل سره خارجېږي، خو د یخنۍ په صورت کې د بُخار په شکل سره خارجېږي.

د هضم لپاره:

ددې لپاره چې زموږ کولمې په مناسبه توګه سره کار وکړي اوبو ته ضرورت لري او د کمښت په نتیجه کې د هضم ستونزې، قبض او سوخت رامنځته کېږي.

لوړ فشار ته:

اوبه د لوړ فشار لپاره ډېرې ګټورې وي، ځکه چې اوبه د فشار په کنټرول کې مرسته کوي.

د ګردو لپاره:

ویل کېږي چې ګردې د انسان په بدن کې موجوده مایع منظموي، خو که چېرته د اوبو له کمښت سره مخ شو، نو د ګردو اړوند ستونزې رامنځته کېږي.

بدني فعالیتونه:

روغتیایي کارپوهانو ثابته کړې چې د ډېرو اوبو په استعمال سره په بدني فعالیتونو کې ډېروالی رامنځته کېږي.

وزن کموي:

اوبه د وزن په کمولو کې هم مرستندویه تمامېږي، د خوراک څخه دمخه د اوبو څښل د لوږې احساس ختموي او په همدې ډول وزن کموي.

څه ډول اوبه له ضایع کېدو وژغورو؟

  • په تشنابونو کې په هغه اندازه اوبه وساتئ، چې اړتیا وي.

  • په ژمي کې د لامبلو پر وخت اوبه د پیپ څخه ستل کې واچوئ او استعمال یې کړئ.

  • پیپونه وخت ناوخت ګورئ او خلاص یې مه پرېږدئ.

Loading...

دا هم ولولئ

د ویټامین اي په استعمال سره روغتیا او ښکلا ښه والی مومي

د انسان د روغتیا د ښه والي لپاره ویټامینونه او منرالونه ډېر مهم رول لوبوي، …