کورپاڼه / خبرونه / عبدالله مزاري په خپله ويډيو کې د کرکټ بورډ پر ضد څه وويل؟
عبدالله مزاري (2)

عبدالله مزاري په خپله ويډيو کې د کرکټ بورډ پر ضد څه وويل؟

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي عبدالله مزاري پرون ماښام ياد کړى و، چې د کرکټ بورډ په اړه به له خپل فېسبوک څخه لايف راځي او غلاوې به رابرسېره کوي.

نوموړى ډېر ناوخته له خپل اکاونټ څخه لايف شو، خو وې ويل چې برېښنا نشته او په موبايل کې يې چارج هم کم دى، نو ډېرې خبرې يې ونکړې.

عبدالله مزاري په خپلو خبرو کې وويل، چې مقصد يې دا دى، چې نن سبا په کرکټ بورډ کې کوم کارونه روان دي، دا به نور هم کرکټ او کرکټرانو ته مشکلات پېدا کړي.

هغه د عمومي رييس فرهان يوسفزي په اړه وويل، چې له ډېرو لوبغاړو څخه يې قرارداد واخيست او نجونو ته يې قراردادونه ورکړل، چې د نجونو لوبډله يې جوړه کړې ده.

هغه د عمومي رييس په اړه دا هم وويل، چې په ټول عمر کې يې فرهان يوسفزى فقط يو ځل په کرکټ بورډ کې ليدلى دى. هغه وايي، چې په کرکټ بورډ کې چيرمېن په اصل کې د بشري سرچينو منېجر نثار افغان دى او اجراييوي رييس رحمت الله قريشي نوى راغلى دى، خو په کرکټ نه پوهېږي.

عبدالله مزاري د کورني کرکټ مدير احسان عبېد په اړه وويل، چې له کله راهيسې د کورني کرکټ مشر شوى دى، نو کرکټ يې خراب کړى دى. هغه زياتوي، کرکټ بايد پرمختګ کړى واى، خو د ده له راتګ سره کرکټ لا شاتګ کړى دى او که داسې روان وي، نو نور به هم خراب شي.

نوموړي په کرکټ بورډ کې د ځينو نورو کسانو نومونه هم واخيستل، خو د هغه موبايل چارج نه درلود، نو يې خپله ويډيو ختمه کړه او وې ويل چې بله ورځ به بيا لايف راشي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمت الله قريشي

د کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي د ګډوډۍ له امله استعفا ورکړه

د افغانستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس رحمت الله قريشي په دغه اداره کې د ګډوډۍ …