کورپاڼه / د لوبو راپورونه / افغانستان په لومړۍ لوبه کې ايرلېنډ مات کړ
رحمان الله ګربز ١

افغانستان په لومړۍ لوبه کې ايرلېنډ مات کړ

افغان توپوهونکو او توپ اچونکو په لومړۍ لوبه کې ښه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ١٦ منډو په توپير يې د اى سي سي سوپر ليګ سياليو کې لومړۍ بريا خپله کړه.

د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغانستان پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې افغانستان په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٨٧ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز په خپله لومړنۍ يو ورځنۍ لوبه کې سليزه ووهله، نوموړي په ١٢٧ توپونو ١٢٧ منډې وکړې، چې ٩ شپږيزې او ٨ څلوريزې يې ووهلې، راشد خان د ٥ شپږيزو او ٢ څلوريزو په مټ په ٣٠ توپونو چټکې ٥٥ منډې وکړې، جاوېد احمدي ٣٨ او نجيب الله ځدراڼ ٢٩ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز

رحمت شاه په ٣، اصغر افغان په ٦، محمد نبي په ٣ او ګلبدين نايب په ٢ منډو وسوځېدل.

رحمان الله ګربز د افغانستان لومړنى توپوهونکى شو، چې په خپله لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې يې سليزه ووهله، همدا راز په نړيواله کچه بيا ١٦م توپوهونکى شو چې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې سليزه وهي.

د ايرلېنډ له لوري انډي مک براين په زړه پورې توپ اچونه ترسر کړه، چې په ١٠ اورونو کې يې د ٢٩ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ګاريټ ډيلان، سيمي سينګ او بېري مک کارتي هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٢٨٨ منډو هدف په تعقيب د ايرلېنډ لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ٢٧١ منډې وکړې، چې د ١٦ منډو په توپير له ماتې سره مخ شوه.

د دوى له لوري لورکن ټکر ٨٣، کرټس کمپر ٣٩، پال سټرلينګ ٣٩ او هيري ټکټر ٢٨ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري نوين الحق ٣، مجيب الرحمان او راشد خان ٢-٢، محمد نبي او ګلبدين نايب ١-١ ويکټ واخيستې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه.

د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ کې افغانستان لومړۍ بريا خپله کړه، دا سيالۍ د اى سي سي سوپر ليګ برخه دي، چې افغانستان پکې لومړۍ بريا خپله کړه او ١٠ نومرې يې ترلاسه کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

کيرون پولارډ

کيرون پولارډ نړۍ حېرانه کړه

د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او چټک توپوهونکي کيرون پولارډ په هغه توپ …