کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د نړۍ ترټولو نرمې سیارې ساینسپوهان له پریشانۍ سره مخ کړي

د نړۍ ترټولو نرمې سیارې ساینسپوهان له پریشانۍ سره مخ کړي

ساینسپوهان وایي چې درې کاله دمخه موندل شوې سیاره (Wasp 107b) دومره نرمه او د لږ کثافت لرونکي ده، چې د دوی د نظریاتو له مخې باید نه وه رامنځته شوې. باید یادونه وکړم چې د Wasp 107b سیاره د موندنې پر وخت ترټولو د لږ کثافت لرونکې سیاره نومول شوې او په ډېره اندازه د هیلیم د ګازو شتون ترې ثابت شوی وو، خو اوسمهال د ستورپوهانو یوې نړیوالې ډلې ویلي، چې د ذکر شوې سیارې کثافت له هغې هم لږ دي، چې دوی یې په اړه مخکې بیان ورکړی و.

ویل کېږي Wasp 107b سیاره د سیارو د نظام له برخې څخه ګڼل کېږي، چې له موږ څخه ۲۲۱ نوري کاله لېرې د سنبلې د برج پر لوري موقیعت لري او ډېره برخه یې د ګازونو څخه تشکیل شوې ده. دغه راز ذکر شوې سیاره خپل مرکزي ستوري (WASP-107) ته دومره ور نږدې ده لکه زموږ ځمکه چې د لمر سره څومره فاصله لري. ویل کېږي د Wasp 107b سیاره د خپل مرکزي ستوري څخه په ډېرې تېزۍ یعنې په یوازې ۱۳۸ ساعتونو کې تاوېږي او د مرکزي ستوري سره د نږدېوالي په سبب ډېره ګرمه هم ده، چې د تودوخې درجه یې د ۴۶۲ په شاوخوا کې اټکل شوې.

ترټولو په زړه پورې خبره یې دا چې نوموړې سیاره په غټوالي کې زموږ د لمریز نظام له سیارې مشترې سره برابره ده، خو د کمیت له پلوه بیا ترې لس ځلې کمه ګڼل شوې او دا هغه وخت شونې ده چې د مرکزي سیارې کمیت یې هم لږ وي.

د تازه څېړنو له مخې ساینسپوهانو اټکل کوي، چې Wasp 107b مرکزي ستوری د ډېر لږ کمیت لرونکی دی، یعنې زموږ له ځمکې یوازې ۴.۶ ځلې ډېر کمیت لري او د Wasp 107b سیارې ۸۵ سلنه برخه له ګازونو څخه جوړښت موندلی. خو ساینسپوهان بیا دې خبرې له پریشانۍ سره مخ کړي، چې نوموړې سیاره له خپل مرکزي ستوري سره دومره نږدې ده، چې هلته د یوې درندې ګازي سیارې د منځته راتګ شونتیا له صفر سره برابره ده.

که چېرته دغه نظریه سمه وي، نو ویلی شو چې د Wasp 107b سیاره له خپل مرکزي ستوري څخه لېرې په یو مدار کې رامنځته شوي او د شاوخوا سیارو د ثقل د قوي په سبب مرکزي ستوري ته ور نږدې شوې ده. خو که چېرته دا خبره ناسمه وي، نو دوی باید خپل نظریې ته بدلون ورکړي.

یاده دې وي چې ددې څېړنې په اړه ډېر معلومات په The Astronomical ژورنال کې خپاره شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چاپیریال یا موسم بدلون له چونګښې د ټوپ وهلو وړتیا اخلي

د چونګښو په ځینو ډولونو کې که چېرته د اوبو کمښت واقع شي، نو د …