ځمکۍ غوښه چې مشروم هم ورته ویل کېږي، جوړښت یې د غوښې په ډول دي او په خوراکي توکو کې د ځانګړې شهرت څخه هم برخمنه ده. ویل کېږي چې د ځمکۍ غوښې په ډېرو ډولونو کې د کالورۍ اندازه یا کچه لږه وي او په زیاته اندازه د ویټامینو او د نورو انټي اکسایدو شتون یې د روغتیا لپاره ګټور وي. دغه راز د وزن د کمولو لپاره هم په غذایي رژیم کې ترې ګټه اخیستل کېږي، چې دفاعي سیستم هم قوي کوي او د ګلوکوزو د سطحې په برابر ساتلو کې مرستندویه تمامېږي. نو راځئ چې نن ورځ یې د ګټو په باب یو څه معلومات ترلاسه کړو.
د کلیسټرول د کچې لپاره:
ویل کېږي چې په ځمکۍ غوښه کې په زیاته اندازه پروټین او په لږه اندازه غوړ او کاربوهایډریټ لري. دغه راز د Chitin او فایبرو د ترلاسه کولو یوه غوره سرچینه هم ده، چې د استعمال په نتیجه کې د کلیسټرولو سطحه برابره ساتي او د زړه د ډېرو ناروغیو څخه د خوندیتوب سبب کېږي.
د هډوکو لپاره ګټور وي:
ځمکۍ غوښه په زیاته اندازه د کلسیم په درلودلو سره د هډوکو لپاره ګټور تمامېږي او په ورځني ډول یې استعمال د هډوکو اړوند ستونزې حل کوي. دغه راز osteoporosis د ختمولو سربېره د بندونو او د هډوکو د کمزورۍ لپاره هم ګټور وي.
دفاعي سیستم ښه کوي:
ویل کېږي چې د ځمکۍ غوښه په جوړښت کې ځینې داسې توکي هم شته، چې د انټي بیوټیک په ډول سره کار کوي او د دفاعي سیستم ته په ځواک ورکولو کې ګټور وي. دغه راز د ویټامین بي او بي کمپلیکس او د ویټامین سي شتون یې هم د دفاعي سیستم په ښه کولو کې ګټور وي.
د شکر لپاره ګټوره وي:
ویل کېږي چې د ځمکۍ غوښې استعمال د شکر لپاره ګټور وي، ځکه چې ځمکۍ غوښه په لږه اندازه کاربوهایډریټ او غوړ لري، چې د همدې توکو کمښت د شکر ناروغانو لپارع ډېر ګټور وي.
وزن کموي:
د ځمکۍ غوښې په جوړښت کې په ډېره اندازت فایبر شتون لري، چې نه یوازې د هضم مرحله ښه کوي، بلکې په غذایي رژیم کې د وزن د کمښت لپاره هم استعمالېږي.